کرېکټ: اسیا کپ کې افغانستان پاکستان ته "تاریخي" ماتې ورکړه

د اسیا جام سیالیو په لړ کې د افغانستان د ۱۹ کرېکټ ملي لوبډلې پخپله لومړۍ لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې ته په اوو ویکټو سخته ماتې ور کړه.

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او خپلې سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ور کړه.

د پاکستان ۱۹ کلنو لوبدلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۵۷ منډې جوړې کړې.

په افغان توپ اچوونکو کې مجیب ځدراڼ د سیالې لوبډلې ۶ ، نوین الحق او یوسف ځاځي دوه - دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان توپوهونکو په پخپله پاڼې کې د پاکستانۍ لوبډلې له خوا ور کړل شوی هدف د درې لوبغاړو په له لاسه ور کولو د لسم اور په لومړي توپ پوره او د لوبې بریا یې خپله کړه.

مجیب ځدران د پاکستانۍ لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځولو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د افغان کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک بي بي سي پښتو ویبپاڼې ته وویل، افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې له ښه چمتووالي سره ګډون کړی او ښې لاس ته راوړنې به ولري: "مخکې له دې د افغان ۱۹ کلنو لوبډله د اسیا کپ سیالیو کې برخه واخلي، په هندوستان کې ورته ۴۰ ورځنی تمریناتي کمپ جوړ شوی و ."

د اسیا ګپ سیالۍ په اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې روانې دي چې د افغانستان او پاکستان لوبډلې یې په "ب ګروپ " کې لوبه کوي.

افغان لوبډله به سبا د نومبر په ۱۱مه له سریلانکا او د همدې میاشتې په ۱۴مه به له متحده عربي اماراتو له لوبډلو سره لوبه وکړي.