کرېکټ: له ۲۰ اووریزو وروسته ۱۰ اووریزې پیلېږي

شارجه کرېکټ لوبغالی به د دسمبر دویمه اونۍ کې د کرېکټ یوه نوي ډول سیالیو کوربه وي، چې د کرېکټ تاریخ کې به تر ټولو لږ وخت نیسي. د ټي ۱۰ لیګ په نامه دغو سیالیو کې به شپږ لوبډلې د دسمبر له ۱۴ تر ۱۷ نېټې پورې شارجه نړیوال لوبغالي کې له یوه بل سره سیالي وکړي.

دغو لوبډلو کې پښتون، پنجاب لیجنډز، مراټھا عربینز، کېرالا کنگز، بنگال ټایگرز اور ټیم سریلانکا لوبډلې برخه اخلي. شاهد اپریدی (پښتون) سرفراز احمد (بنگال ټایگرز) این مورگن (کېرالا کنگز) شعیب ملک ( پنجاب لیجنډز) او وریندر سهواگ (مراټھا عربینز) مشهور لوبغاړي دي، چې دغو سیالیو کې به برخه لري او همدا پنځه لوبغاړي به د خپلو لوبډلو مشري هم کوي.

پاکستاني لوبغاړي شاهد اپریدي ویلي، فکر یې کاوه، چې یوه کال پورې به شل اوریزې سیالۍ وکړي او بیا به کرېکټ پرېږدي، خو په خبره لس اوریزو سیالیو یې لیوالتیا دومره ډېر کړې، چې اوس اړ دی کرېکټ لوبه روانه وساتي.

لومړی ویل شوي و، چې یوه لوبډله به د کولمبو لاینز په نامه سیالیو کې برخه واخلي، خو اوس سریلانکا کرېکټ بورډ خپله ټاکلې لوبډلې سیالیو ته استوي. دبۍ کې د یوې لیلامۍ ترڅ کې د پنځو لوبډلو څښتنانو د خپلو لوبغاړو نوملړونه بشپړ کړل.

د پاکستان شاهد اپریدي، فخرزمان، مصباح الحق او عبدالرزاق د بنگله دېش تمیم اقبال، شکیب الحسن، د ویسټ انډیز ڈیرن سیمي، ډېرن براوو، کیرون پولارډ، سیمویل بدري، لینډل سمنز، د نیوزلنډ لیوک رانکي، د انګلستان الیکس هیلز، عادل رشید، کرس جارډن او د سریلانکا کمارا سنگاکارا او رنگانا هیرت په ګډون د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړي برخه اخلي.