افغانستان کې د پولیو واکسین پیل شو؛ د طالبانو حکومت وايي ۲۰۲۳ کې د پولیو مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

د طالبانو عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې نن د مارچ په ۱۳مه یې افغانستان کې د ګوزن ضد یا پولیو واکسین کمپاین پیل کړی.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه کمپاین کې به له پنځه کالو کم عمره څه باندې ۹،۴ میلیونه ماشومان ته د ګوزڼ ضد یا پولیو واکسین وشي او څلور ورځې به دوام وکړي.

خبر پاڼه کاږي: "په دې کمپاین کې به همدار راز د شپږ میاشتینۍ نه تر پنځه کلنۍ پورې ماشومانو ته د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې د هغوی د بدن د معافیت د لوړولو لپاره ویټامین ای هم ورکول کېږي."

د طالبانو عامې روغتیا وزارت دغه خبرپاڼه کې ویلي چې بامیان، دایکندي،‌ غور او یو شمېر نورې د سړو سیمو ولسوالۍ د سړې هوا له امله د دغه کمپاین برخه نه دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې، د روان ۲۰۲۳ کال راهیسې افغانستان کې د پولیو هېڅ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

خبرپاڼه کې د یاد وزارت د وزیر قلندر عباد له قوله ویل شوي، هوډ لري دغه ناروغي له افغانستانه ژر تر ژره ختمه کړي.

د نوموړي په ټکو: "په دې برخه کې ورستي پرمختګونه هیله بښونکي دي. افغانستان اوس مهال له تېرې هرې مودې پرتله د پولیو له منځه وړلو ته نږدې شوی، زمونږ د ګډو هڅو او د ولس د فعالې ونډې او همکارۍ په پایله کې به دا ناروغي په بشپړه توګه له هېواده ختمه کړو."

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د پولیو پېښو کمېدو ته په شارې ویلي، تېر کال د افغانستان په کچه د پولیو دوه مثبتې پېښې په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې ثبتې شوې وې.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت د پولیو په له منځه وړلو کې د عامو خلکو پر ونډه ټینګار کوي او وايي دینې عالمان او د سیمې مخور او مشران باید دې برخه کې همکاري وکړي.

طالبانو ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۱۹مه هم اعلان کړی و چې افغانستان کې نژدې ۷ میلیونه ماشومانو ته ګوزڼ ضد واکسین ورکول کېږي.

په دغه کمپاین کې د افغانستان ۲۶ولایتونه شامل و چې له پنځه کلنې کم عمر ماشومانو ته پکې د ګوزن ضد یا پولیو واکسین کېدل.

تېرو څو کلونو کې د نا امنیو له امله په میلیونونه ماشومان له ګوزڼ واکسینه بې برخه شوي وو او له همدې امله د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د کوزڼ تازه پېښې هم ثبت شوې وې.

د روغتیا نړیوال سازمان تېر کال ویلي و چې، د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام عملي کېدو کې ډېر پرمختګ شوی.

په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې ۵۶ ماشومان د پولیو ویروس شل او فلج کړي وو. په ۲۰۲۱ کال کې دا شمېر یوازې څلورو ته راښکته شو.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و، په تېر کې په ځایي کچو طالبانو د پولیو د واکسين پر فعالیتونو بندیزونه لګولي وو او دا د دې لامل شوي وو چې په ټول هېواد کې د پولیو د واکسين پلي کېدل، په تېره بیا له ۲۰۱۸ کال وروسته سخت اغیزمن شي.

که څه هم په روان میلادي کال کې د پولیو وایرس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او تېر کال یې هم شمېر یوازې دوه وو، خو د روغتیا نړیوال سازمان وېره لري چې دغه شمېر یو وار بیا لوړ نه شی.

د ماشومانو ګوزڼ داسې ناروغي ده، چې درملنه نه لري او د ملګرو ملتونو روغتیا برخې یې له منځه وړلو لپاره له ۱۹۸۸ راهیسې هڅې کوي.

افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې دغه ناروغي پکې شته او د ناامنۍ ترڅنګ واکسین ته زړه نه ښه کول یې مهم لاملونه بلل کېږي.