روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې میلیونونو کسانو ته کورونا ضد واکسین لګوو

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

د روغتیا نړیوال سازمان وايي راتلونکې میاشت افغانستان کې د کورونا ضد واکسین سراسري کمپاین پیلوي. ټاکل شوې د دغه کمپاین له لارې څه باندې پنځه میلیون کسانو ته کورونا ضد واکسین ولګول شي.

د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا وزارت وايي تېره یوه اوونۍ دغه هېواد کې د کوویډ ۱۹ (۴۴۰) مثبتې پېښې ثبت او اووه تنه له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان پر ټویټر یوه بیان کې ویلي غواړي ټول افغانستان کې څه باندې پنځه میلیون کسانو ته چې عمرونه یې له اتلسو کلونو لوړ وي، دا واکسین وکړي.

دا کمپاین داسې مهال پیلېږي چې افغانستان کې لا هم کورونا ویروس مثبتې پیښې ثبتېږي.

افغانستان اوس د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له څلورمې څپې سره مخ دی.

د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژبر بي بي سي ته وویل چې دغه هېواد کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې او له امله یې مړینې ډېرې کمې دي.

نوموړی وایي "فبرورۍ او مارچ میاشتو کې هره ورځ ۲۲ زره کسان واکسینېدل. اوس پېښې ډېرې کمې دي. د فبرورۍ نیمايي کې موږ په یوه اونۍ څه باندې څلور زره او ۳۳ مثبتې او د مړینې ۵۹ پېښې لرلې. خو تېره اونۍ مو ۴۴۶ مثبتې او د مړینې اووه پېښې لرلې."

چارواکي وايي په ۲۴ ولایتونو کې د کورونا واکسین ۶۱۵ مرکزونه فعال دي او هره ورځ له پنځو تر شپږ زرو کسان واکسین کېږي.

د طالبانو حکومت چارواکي که څه هم وايي چې د اتیا سلنه روغتیايي مرکزونو مالي اړتیاوې یې پوره کړي ، خو د بهرنیو مرستو کمېدو او یا په ټپه درېدو سره افغانستان کې د کوویډ-۱۹ ځانګړي روغتون په ګډون د روغتیايي مرکزونو ځینې برخې له فعالیته لوېدلې دي.

ښاغلی هژبر وایي: "له بده مرغه زموږ د نشه یې توکو د درملنې برخې او د کوویډ-۱۹ د ۳۸ روغتونو تمویل بند شوی. موږ یوازې د کوویډ-۱۹ پنځو روغتونو لپاره مرسته ترلاسه کړې او په نورو ولایتونو کې یې د روغتیا نړیوال سازمان تمویلوي."

افغانستان کې وروستۍ شمېرې ښيي چې په تېره یوه اوونۍ کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر هغې د ورتېرې اوونۍ پرتله دوه برابره شوی دی.

افغانستان د کورونا وبا د پیل پر مهال له هغو هېوادونو وو چې د واکسین او درملنې له پلوه له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان وو.

افغانستان کې که څه هم د کوویډ-۱۹ د ټولو مثبتو تشخیص شویو پېښو شمېر څه باندې ۱۱۸ زره او له دې ناروغۍ د مړینې شمېر څه باندې اووه نیم زره ښودل شوی، خو څارونکي وايي د قربانیانو اصلي شمېر ښايي له دې ډېر لوړ وي.