تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: افغانستان کې د دريمې څپې وېره، د واکسین بهیر چټکولو غوښتنه
- Author, محمد ندیم اشرف
- دنده, بي بي سي
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په دغه هېواد کې د کوویډ - ۱۹ نوې بڼې څلور تازه پېښې ثبت شوې دي. په افغانستان کې اوس د دغې بڼې ټولو ناروغانو شمېر اوس ۱۱ ته رسېدلی. دا بڼه د لومړي ځل لپاره د انګلستان په کېنټ نومې سیمه کې تشخیص شوه.
افغانستان کې د کورونا وېروس د نوې څپې د خپرېدو اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې دا بڼه وېروس د سیمې او افغانستان ګاونډيو هېوادونو کې د خپرېدو په حال کې دی.
د روغتیا وزارت وايي چې د کورونا وېروس په نوې بڼه اخته شوي ټول ۱۱ افغانان په وروستیو پنځو تر لسو ورځو کې له ګاونډي هېواد پاکستانه راغلي دي.
د مسؤلانو په خبره دا ۱۱مثبتې پېښې له ۱۷ شکمنو وې چې ۷ یې په ننګرهار او ۳ په لوګر ولایتونو او یوه یې د کابل په سروبي ولسوالۍ پورې تړلې ده.
چارواکي وايي، د دغو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی اوس قرنطین شوي دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي بي بي سي ته وویل، افغانستان اوس د کورونا وېروس د بدلې شوې بڼې له ګواښ سره مخ دی او دوی هڅه کوي چې د خپرېدو مخنیوی یې وکړي.
ښاغلی علیزی وايي چې د روغتیا وزارت د موندلو سیستم ۱۵۰ هغه کسان چې په دې بڼه د کورونا وېروس له اخته کسانو سره په اړیکه کې وو، پېژندلي دي او د بېلګو له اخیستو وروسته یې هغه هم په خپلو کورونو کې د قرنطین لپاره هڅولي دي.
چارواکي لا هم ټينګار کوي چې خلک دې د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي. ښاغلی علیزی زیاتوي، دوی د دې بڼې کورونا وېروس د پېژندنې او کنټرول لپاره تازه چمتوالي نیولي دي.
له دې مخکې د هرات ولایت د عامې روغتیا رییس د کورونا وېروس د دریمې څپې د خپرېدو خبرداری ورکړی وو او زیاته کړې وه چې که له زیان منونکي او له ۵۰ کلنو ډېر عمر لرونکي واکسین شي، د دې څپې د خپرېدو کچه به کمه وي.
په افغانستان کې د کورونا وېروس د بدلې شوې بڼې د خپرېدو اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې دا بڼه یې د سیمې او ګاونډيو هېوادونو لکه پاکستان، ایران او هندوستان کې د خپرېدو په حال کې دی. دغو هېوادونو په ورځنۍ توګه زرګونه افغانان تګ راتګ کوي.
روغتیا وزارت له څو اوونیو راهیسې عامو خلکو ته هم د کورونا وېروس د واکسینو پلي کول پیل کړي دي. د چارواکو په خبره تر اوسه ۶۷ زره کسان واکسین شوي دي. روغتیا وزارت وايي، پلان لري چې د راتلونکې مېلادي کال تر پایه د افغانستان ۶۰ سلنه وګړي واکسین شي.
د کوويډ۱۹ - ناروغۍ له بدلې شوې بڼې پرته تر اوسه په افغانستان کې ۵۶ زره افغانان د کورنا وېروس په پخوانۍ بڼه اخته شوي چې نږدې ۲۵۰۰ یې مړه شوي دي. د کورونا وېروس نوې بڼه د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۰ کال به سپټمبر کې د انګلستان په کینټ سیمه کې وپېژندل شو او وروسته نورو هېوادونو ته خپور شو.