اروپايي ټولنې افغانستان کې د تاوتریخوالي بندولو غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
اروپايي ټولنې د مزار شریف ښار چاودنې په غبرګون کې ویلي، افغانستان کې روان تاوتریخوالی دې بند شي.
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازولۍ شارژدافیرې رافایله لودیچه دغه څرګندونې مزار شریف کې له پرونۍ چاودنې وروسته کړي دي.
دا چاودنه بلخ کې پر تبیان کلتوري مرکز شوی وه چې ۱۵ خبریالان یې ټپیان کړي وو.
آغلې لودیچه پر خپله ټوېټر پاڼه دغه برید غندلی او لیکلي یې دي "زه د افغانستان په بلخ کې د تېرو ورځو دوه بریدونه په کلکه غندم، دا تاوتریخوالی باید بند شي، زما پام ټپیانو او غمجنو کورنیو سره دی."
نوموړې وايي، خبریالان د کار لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي، باید په نښه نه شي او ساتنه یې وشي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
ملګرو ملتونو هم پرونی برید غندلی او افغانستان کې پر خبریالانو برید یې د بیان پر ازادۍ یو بل ګوزار بللی دی.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارد بینېټ پر خپله ټوېټر پاڼه د پېښې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د خبریالانو پر خوندیتوب یې ټینګار کړی دی.
نوموړي لیکلي : "پر خبریالانو دغه برید افغانستان کې د بیان پر ازادۍ یو بل ګوزار دی او د خوندیتوب زیاتول یې اړین دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم بلخ کې پرونی برید چې یو شمېر خبریالان پکې ټپیان شوي خواشینوونکی یاد کړی دی او دغه برید یې غندلی.
ښاغلي وېسټ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: "مونږ دغه پرلپسې او بې مانا تاوتریخوالی غندو. مونږ د افغانانو پر استقامت او د هغو پر وړتیا باور لرو."
دغه چاودنه پرون سهار (شنبه) د مزارشريف ښار په دويمه امنيتي حوزه کې د تبیان په نامه پر یوه مزکز شوې وه چې د اهل تشیع یو مرکز دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د بهرنیو غبرګونونو سربېره دغه برید په کور دننه هم غندل شوی او د خبریالانو د خوندیتوب برخه کې یې اندېښنې راپورته کړې دي.
د افغانستان د ازاداو خبریالانو ټولنې په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د پېښې کره پلټنه وکړي او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره دې اړین ګامونه پورته شي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ ادارې هم په یوه اعلامیه کې د خبریالانو له ملي او نړیوالو ملاتړو بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې پر واکمنو فشار راوړي چې د خبریالانو ژوند خوندي کړي.
بلخ کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند آصف وزیري بي بي سي پښتو ته منلې وه چې چاودنه کې د پنځلسو خبریالانو د ټپي کېدو سربېره د یاد مرکز یو ساتونکی هم وژل شوی.
د بلخ امنیې قوماندانۍ د مالوماتو له مخې، په ټپیانو کې درې ماشومان هم شامل وو.
ښاغلی وزیري ویلي و، دا چې د بلخ ولایتي ادارې پرته دغه غونډه بلل شوې وه، د فرهنګي مرکز چلوونکی یې د لا سپیناوي لپاره نیول شوی دی.
"نه یې د استخباراتو حوزه په جریان کې کړې وه نه یې زموږ د دویمې امنیتي حوزې سرتېري په جریان کې کړي وو. هغه کسان چې د دې غونډې جوړولو په رأس کې دي، د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او پوښتنې او ګروېږنې ترې روانې دي".
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی دی.
د تېرې پنجشنبې پر ګهیځ په همدې مزار ښار کې یو بل ځانمرګي برید چې ترسره کوونکی یې (داعش) خراسان څانګې خپل بریدګر وباله، بلخ کې د طالبانو حکومت والي مولوي محمد داوود مزمل له څو نورو کسانو سره وواژه.








