بلخ کې د هوايي ډګر پر کارمنانو برید کې "دوه کسان وژل شوي"

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
د افغانستان په ځینو سیمو کې وسله وال برید او چاودنې شوې چې له امله یې درې تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
په بلخ کې د هوايي ډګر د ملکي کارکوونکو پر موټر وسله وال برید شوی، چې د امنیه قومندانۍ د ویاند محمد اصف وزیري په وینا د مولانا جلال الدین بلخي نړیوال هوايي ډګر دوه ملکي کارکوونکي پکې وژل شوي او شپږ نور ملکي او تخنیکي کارمنان ټپیان شوي دي.
ښاغلی وزیري وايي، برید په کاسټر موټر کې پر سپرو کارمنانو شوی چې له کاره د کور پر لور روان وو.
ښاغلی وزیري وايي، برید د مزار شریف ښار لسمې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې ماسپښین شاوخوا درې بجې شوی.
تر اوسه د دې برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو د بلخ امنیه قومنداني وايي د برید په تړاو یې څېړنې پیل کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بله خوا، د افغانستان ختیځ کونړ اسداباد او شمال کندوز کې دوې چاودنې شوې. د اسد اباد چاودنه د امنیه قومندانۍ پر یوه رینجر موټر شوې چې یو تن پکې وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
د کندوز چاودنه بیا د سرک کهنه سیمې د مېوې په یوه کراچۍ کې د چاودېدونکو توکو له کبله شوې، چې د امنیه قومندانۍ په وینا، مرګ ژوبله نه لري.
تېره ورځ د شمالي تخار ولایت مرکز تالقانو ښار کې هم نښته شوې، چې د طالبانو په وینا د داعش وسله وال یې وژلي، خو ځايي خلک وايي طالبانو خپلمنځي نښته کړې ده.
طالبان وايي، وژل شوي د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې غړي وو، چې د ذبیح الله مجاهد په وینا، د داعش دا ځاله تر څار لاندې وه او بالاخره یې پرون د هغوی نیولو ته ځواکونه واستول خو هغوی مقاومت وکړ او په پای کې ووژل او ونیول شول.
خو عیني شاهدان ادعا کوي چې نښته د طالبانو د دوه ډلو ترمنځ شوې. دوی وايي دواړو خواوو یو د بل پرضد په دې نښته کې سپکې او نیمه درنې وسل کارولي دی.









