تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: پاکستان دې په نړیوالو غونډو کې د شکایت پر ځای مسایل له افغان لوري سره شریک کړي
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له لارې په مونیخ کنفرانس کې د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو وروستیو څرګندونو ته تفصیلي غبرګون ښودلی دی.
د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د دغه پاکستاني چارواکي د ځينو خبرو هر کلی شوی، د هغه ځينې نورې څرګندونې له حقیقته لرې بلل شوې او په اخر کې یې پاکستان ته مشوره ورکړې چې مسایل د شکایتونو له لارې نه بلکې د دوه اړخیزو مخامخ خبرو له لارې له دوی سره وڅېړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي "په مونیخ کنفرانس کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلاول بوټو د هغو خبرو هرکلی کوو چې سوله ییز افغانستان یې د سیمې د ثبات لپاره مهم بللی او غوښتنه یې کړې ده چې نړیواله ټولنه دې له افغان حکومت سره د ظرفیت لوړونې په برخو کې مرستې وکړي، کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي، بانکي محدودیتونه دې لرې کړي او له افغانانو سره دې بشري مرستو ته دوام ورکړي."
له دې وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو تېره ورځ د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د خبرو پر مهال تر ډېره د خپل هېواد او سیمې په امنیت تم شو.
هغه وویل: "اندېښنه دا ده که موږ او د طالبانو سرپرست حکومت دغه ډلې جدي ونه ګڼو او د ترهګرۍ ځپلو کې خپله اراده ټینګه ونه ښيو، نو دوی به په سیمه کې ترهګري رامنځ ته کړي. موږ لا پخوا د دوی د چارو پراخېدو شاهدان یوو، کابل کې له بدلون وروسته پاکستان کې ترهګریزې پېښې ډېرې شوي. ډېر وخت به پرې ونه لګي چې نورو سیمو ته هم ورسېږي."
هغه ټينګار وکړ، سره له دې چې پوهېږي د "پاکستان دښمن په افغان خاوره کې دی" خو پاکستان به کله هم پر افغانستان د برید زړه ښه نه کړي او د هغه پر ټکو د کوم یرغل تېروتنه به ونه کړي.
دا په ښکاره په لوړه کچه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د هغو خبرو ردو چې له دې وړاندې یې افغانستان ګواښلی و چې د اړتیا په صورت کې به په هغه هېواد کې عملیات وکړي.
بلاول بوټو د مونیخ په غونډه کې تور پورې کړی چې د هغه په ټکو "توندلارې ډلې په افغانستان کې خورا همغږې دي او دا چې وخت به وغواړي دوی د طالبانو حکومت قانع کړې چې د ترهګرو ډلو خلاف ګام پورته کړي.
طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې د هغه دا څرګندونې له حقیقته لرې بللي او ټينګار یې کړی "اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په عمل کې ثابته کړې چې د منظمو او مجربو امنیتي ځواکونو پر مټ يې هېچاته اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي."
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې ځواکونو یې د افغانستان او سیمې د امنیت ټینګښت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او د سیمې امنیت پر خلاف تر ډېره د پخوانیو ګواښونو مخه نېول شوې ده.
پاکستان په دې وروستیو کې د څو پرلپسې امنیتي پېښو شاهد و، پاکستاني طالبان وړمه ورځ په کمسارو عملیاتو کې په کراچۍ کې د پولیسو یوه مرکز ته ننوتلي وو او شاوخوا درې ساعته یې له پاکستاني ځواکونو سره جګړه وکړه.
پاکستان بیا تل په یوه نه یوه بڼه ویلي چې پدغه هېواد کې د ناامنیو تر شاه افغان خاوره کارول کېږي.
خو طالبانو په وروستۍ خپره شوې اعلامیه کې ویلي "د پاکستان وروستۍ نا امني نوې نه ده بلکې د تېرو شلو کالو تسلسل دی او دوی به هېچا اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیانو پر ضد وکاروي."
پر پاکستان ډېر وخت نېوکه کېږي چې په نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان په استازیتوب غږېږي دا ځل په خپره شوې اعلامیه کې طالبانو هم پاکستان ته مشوره ورکړې "په نړیوالو کانفرانسونو کې د شکایت پرځای دې دوه اړخیز مسایل مخامخ له افغان حکومت سره بحث کړي."