تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل ته د حنا رباني کر سفر
افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي "بهرنیو چارو کې د پاکستان دولت د وزېري حنا رباني کر په مشرۍ پلاوی" کابل ته رسېدلی دی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد پر خپل ټویټر لیکلي چې دغه پاکستانی پلاوی د دوی له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ګوري.
هغه دا نه دي ویلي چې دواړه خواوې پر کومو موضوعاتو خبرې کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، دې سفر کې به د پاکستان حکومتي پلاوی د طالبانو له چارسمبالي حکومت سره پر سیاسي، پوهنیزو، سوداګریزو او نورو چارو خبرې وکړي.