تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
علي وزیر له څه باندې دوو کالو بند وروسته خوشې شو
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی او د پاکستان پارلمان کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازی علي وزیر له دوو کالو او دوو میاشتو زندان وروسته خوشې شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي "علي وزیر د ۲۶ میاشتې استعماري بند له تېرولو وروسته خوشې شو."
ښاغلي پښتین زیاته کړې چې علي وزیر "د ریاستي جبر پر خلاف د غږ پورته کولو په جرم" زندان وګاله.
هغه لیکلي "ظالم نظام زمونږ ټولنه په یو غټ جیل بدله کړې ده" او دا چې دوی به د دغه لوی زندان نه لیدل کېدونکي زنځیرونه هم په خپل مزاحمت مات کړي.
تر دې مخکې د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن دوړ پر ټويټر پاڼه لیکلي و چې "د علي وزیر د ماتېدو او په زندان کې د ساتلو هر ډول هڅې وشوې، خو هغه بریالی شو او نن به خوشې شي."
ښاغلی وزیر د ۲۰۲۰م کال ډسمبر پېښور کې پولیسو ونیو او وروسته د کراچۍ پولیسو ته وسپاره چې له همغه راهیسې د کراچۍ په زندان کې بندي وو.
پر نوموړي په کراچۍ او د پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د پولیسو رپوټونو ثبت شوي وو او په دغو رپوټونو کې يې پر نوموړي تور پورې کړی وو، چې د پاکستاني ریاست، پوځ او استخباراتو پر ضد يې په ولسي غونډو کې ویناوي کړې دي.
که څه هم درې ځله نوموړی د څو څو ورځو لپاره خوشې شوی و، چې د پارلمان غونډو کې ګډون وکړي، خو وروسته بیا ان د پارلمان غونډو کې هم د ګډون اجازه ورنه کړل شوه او د مهمو غونډو پرمهال زندان کې و.
سره له دې چې د علي وزیر پر ضد د پولیسو رپوټونه ثبت شوي وو، خو په پاکستان کې ډېرو د نوموړي قضیه د دغه هېواد د پوځ د مخکیني مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره تړله او تور يې پورې کاوه، چې د ښاغلي وزیر پر ضد هر څه د ښاغلي باجوه په امر کېږي.
تېر کال په لاهور کې په یوه غونډه کې چې کله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وینا کوله، یو شمېر ګډونوالو د هغه د وینا مهال شعارونه ورکړل، چې "علي وزیر دې خوشې شي."
په غبرګون کې یې ښاغلي زرداري برملا وویل، "دغه شعارونه او احتجاج د هغو په مخکې وکړئ، چا چې علي وزیر زنداني کړی دی."
د پښتون ژغورنې غورځنګ یاد مخکښ د پاکستان د ملي اسمبلۍ ټاکنو کې په خپلواک ډول ګډون کړی و، او د پخواني لومړي وزیر عمران خان د واکمنۍ پرمهال په اپوزیسيون کې و.
خو د تېر کال په اپریل میاشت کې يې د اوسني لومړي وزیر شهباز شریف په پلوۍ رایه ورکړې وه.