د ترکیې او سوریې زلزله کې د وژل شویو شمېر له ۳۷ زرو واوښت

د عکس سرچینه، Getty Images
په ترکیه او سوریه کې د تېرې دوشنبې په زلزله کې د قربانیانو تایید شوی شمېر اوس تر ۳۷ زرو اوښتی.
خو ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د قربانیانو شمېر ښايي تر اوسني شمېر دوه برابره ډېر شي.
د ترکیې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، په دغه هېواد کې د زلزلې له کبله د وژل شویو شمېر ۳۱۶۴۳ کسانو ته رسېدلی. سره له دې چې په سوریه کې د امنیتي او سیاسي ننګونو له امله د مرګ ژوبلې کره رپوټ لا هم نشته، په دغه هېواد کې د وژل شویو شمېر ۴۳۰۰ ښودل شوی دی.
هم مهاله د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارټېن ګرېفېټس ویلي، د ژغورنې عملیاتو بهیر پای ته نژدې شوی دی او اوس د ژغورنډلو ډېر پام د ژغورل شویو کسانو پر پاللو او ورسره په نورو اړینو مرستو ورټول دی.
ښاغلي مارټین د سوریې په حلب کېخبریالانو ته وویل، تر ویجاړو ودانیو لاندې د خلکو د ژغورنې د عملیاتو له لومړیو پړاونو وروسته د سر پناه، خوراکي توکو، ښوونځیو او رواني روغتیا مرستو برابرولو بهیر چټک شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه زیاته کړې، ملګري ملتونه په پام کې لري د مرستو بهیر سوریه کې د حکومت تر واک لاندې سیمو او د دغه هېواد شمال لوېديځ کې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو ته ولېږدوي، هلته چې د لاسنیوي بهیر محدود دی.
امریکا او ملګرو ملتونو د سوریې پر حکومت غږ کړی چې د یاغیانو لخوا کنټرولېدونکو سیمو ته چې زلزلې سختې ځپلي د بشري مرستندویه ډلو د ورتګ اجازه ورکړي.
ترکيه کې چارواکو د هغو ودانيو جوړولو نيمګړو لارو چارو سره په تړاو، د نيونو څه د پاسه سل امرونه کړي، چې د تېرې دوشنبې زلزله کې ويجاړې شوې دي.
د روغتيا نړيوال سازمان وايي د دغې زلزلې له امله نژدې ۲۶ ميليونه خلک اغېزمن شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مرستو بهیر
داسې حال کې چې د ناورين کچه ورځ تر بلې په سپړېدو ده، د ترکيې او سوريې زلزله ځپلو سيمو ته نړيوالې مرستې په ورسېدو دي.
چارواکي وايي له پنځو سوو ډېر هېوادونه او ۱۶ نړيوالې ټولنې ترکيه او سوريه کې د ژغورنې او بيړنيو مرستو رسونه کې پر هلو ځلو بوخت دي.
پر نړیوالو مرستندویانو یوه نېوکه دا ده چې د مرستې رسونې پام تر ډېره د ترکیې پر ځپل شویو ورټول دی، داسې حال کې چې د سوریې زلزله ځپلو ته ډېر پام نه کېږي. په ځانګړي ډول د ترکیې پولې ته څېرمه سیمو ته چې د یاغیانو تر واک لاندې دي، د مرستو رسونې بهیر ډېر پڅ دی.
ځپل شوو سيمو ته له بريتانيا هم مرستې په رسېدو دي. د ځايي رغتونونو په ګډون، د لومړینو اړتیاوو توکي، زرګونه خیمې، کمپلې او د پاکۍ ساتلو توکي هغه څه دي، چې دې مرستو کې استول کېږي.










