تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکايي ځواکونو سومالیا کې د داعش ډلې یو مشر وژلی
امریکايي چارواکي وايي، ځواکونو یې د سومالیا په شمال کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې یو مشر بلال السوداني او د هغه ۱۰ تنه پلویان وژلي دي.
نوموړی وروسته تر هغه و وژل شو چې امریکايي ځانګړو ځواکونو په یوه لیرې پرتې غرنۍ سمڅه کې د هغه د نیولو لپاره چاپه ووهله.
د امریکا د دفاع وزیر لوېیډ اسټین ویلي، "السوډاني په افریقا کې د داعش د مخ پر ودې حضور د پیاوړي کولو مسؤل وو."
ښاغلی اسټین زیاتوي، هغه په نړیواله کچه د دې ډلې فعالیتونه هم تمویلول.
د شنونکو په باور، د السوداني اهمیت له دې څرګندېږي چې د بې پیلوټه الوتکو پر ځای، امريکايي پوځيان د هغه د وژلو یا نيولو لپاره لېږل شوي دي.
د راپورونو له مخې په وروستیو کلونو کې د اسلامي دولت ډلې د موزمبیق او کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ګډون څو افریقایي هېوادونو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.
خو اسلامي دولت په سومالیا کې نسبتا کوچنۍ ډله ده، هلته له القاعدې سره تړلې ډله الشباب خورا مهمه ده چې ډیری سویلي سیمې کنټرولوي.
له اسلامي دولت سره د یوځای کیدو دمخه، سوډاني د الشباب لپاره عملیاتي کار کاوه او د وسله والو په روزنه کې یې مرسته هم کوله.
یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، هغه تورن وو چې "د ځانګړو مهارتونو سره یې مالي ملاتړ کوونکي رول هم مخ ته وړه چې هغه یې د امریکا د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره په یوې مهمې موخې بدل کړی وو."
ویل کېږي د سوډاني په نښه کولو لپاره د عملیاتو پلانولو څو میاشتې وخت نیولی.
امریکا غږ وايي، سومالیا د سوډاني د وژل کېدو هرکلی کړی دی.
د سومالیا د حکومت امنیتي سلاکار حسین شیخ علي په وینا "دا یو ډېر مثبت او د هرکلي وړ عمل دی."
هغه ټینګار کوي چې، اسلامي دولت په سومالیا کې د الشباب په څیر لوی ګواښ نه دی، خو سوداني "خطرناک" وو.
د دې برید "پیغام دا دی چې په سومالیا کې د ټولو ترهګرو ډلو مشران خوندي نه دي."
دا برید یوه اوونۍ وروسته تر هغه کېږي چې امریکا ویلي وو، د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د الشباب ۳۰ تنه وسله وال وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې په وروستیو میاشتو کې په سومالیا کې حکومت پلوه ځواکونو د الشباب پر وړاندې پرمختګ کړی دی.