په ایران کې د اذربایجان پر سفارت برید شوی

د فارس خبري اژانس په ایران کې د اذربایجان پر سفارت د وسله وال برید خبر ورکړی دی.

په خبر کې راغلي د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت هم دا خبر تایید کړی دی.

د ترکیې د اناتولي خبري اژانس ویلي په دغه برید کې یو تن وژل شوی دی.

فارس خبري اژانس د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي دا برید نن (جمعه) سهار په اوو بجو شوی، یو کس چې په کلاشینکوف سمبال وو، سفارت ته ننوتی دی.

په نورو راپورنو کې راغلي چې په پېښه کې دوه تنه نور کارکوونکي ټپیان شوي هم دي.

د تهران د پولیسو مشر حسین رحیمي وايي پر سفارت برید کوونکی نیول شوی دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلي رحیمي د دې پېښې د جزییاتو په اړه ویلي"نن سهار یو کس د اذربایجان سفارت ته ننوتی او وسله یې کارولې، په پېښه کې یو تن وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي."

د تهران پولیسو دغه چارواکي په وینا په لومړنیو څېړنو کې برید کوونکي ویلي چې هدف یې شخصي او کورنۍ ستونزې وې.

د ۲۰۲۱ کال اکتوبر میاشت کې په باکو کې د ایران پر سفارت هم برید شوی وو.

د تهران او باکو ترمنځ په وروستیو کې کړکېچ وروسته تر هغه زیات شوی چې اذربایجان په ۲۰۲۱ کال کې د ایران پولې ته نژدې پوځي تمرینات ترسره کړل او تهران هم ورته ګام اوچت کړی وو.

اذربایجان تېره میاشت اسراییلو ته خپل سفیر وروپېژانده، ایران په ځلونو د اذربایجان جمهوریت په خاوره کې د اسراییلو د شتون او د هغوی د پوځي فعالیت په اړه اندېښنه ښوولې او دا یې د ځان لپاره ګواښ بللی دی.