ایران په اذربایجان کې د "شیعه پلو تبلیغاتو" په تور تورن شوی

د اذربایجان کورنیو چارو وزارت د هغو اندېښنو په اړه د څېړنو اعلان کړی چې وايي د وژل شویو پوځیانو د جنازې په مراسمو کې د شیعه مذهبو شعارونه ورکړ شوي دي.

ارمنستان سره تازه نښتو کې د اذربایجان د وژل شویو پوځیانو د تدفین مراسمو کې چې سلګونو کسانو پکې ګډون کړی، نه یوازې دا چې یو شمېر کسانو د شیعه ګانو شعارونه ورکړي، بلکې ترڅنګ یې د شیعه ګانو اړوند بیرغونه پورته کړي وو.

یوه ویډیو کې اورېدل کېږي چې د یوه وژل شوي سرتېري مور له خلکو غواړي، د شیعه ګانو د درېیم امام د ماتم پر ځای دې د دې د زوی پر مېړنه وېر وکړي.

د اذربایجان جمهوریت کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ایران د دغه هېواد اړوند عوامل تورن کړي چې له دې حساس وخته ګټه اخلي او خپل تبلیغات کوي.

د اذربایجان د کورنیو چارو وزارت ویلي، له دې اندیښنو خبر دی او په اړه یې څېړنې کوي.

دولتي کمیټې "مذهبي تنظیمونو" یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي:"ورانکارې ډلې چې د ځینو بهرنیو کړیو په امر فعالیت کوي او ځانونه رښتیني مسلمانان معرفي کوي، د عامه نظم د ګډوډولو هڅه کوي."

د اسوشیتډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دې کمېټې د جنازې په مراسمو کې د عالمانو د حضور د تضمین او د عامه پوهاوي فعالیتونو ته په پام سره په دې برخه کې له اړوندو دولتي بنسټونو سره همغږي اقدامات کړي دي.

حکومت پلوه خبریال رؤف اریف اوغلو ویلي، د شیعه مذهبو مراسم د شهدا پر واټونو د ایران لخوا تنظیم شویو ډلو په مټ ترسره کېږي.

دی وايي، ایران هڅه کوي د اذربایجان او ارمینیا ترمنځ شخړې ته مذهبې رنګ ورکړي او دا د مسلمانانو او مسیحیانو ترمنځ شخړه وښيي.

اریف زیاتوي، که دا رښتيا وي، نو ايران بايد د ارمینیا د ملاتړ پر ځای د اذربايجان له جمهوريت سره څنګ په څنګ جګړه وکړي.

د پوځي چارو کارپوه عدالت وردف په فېسبوک کې د یوه سرتېري په جنازه کې د ملي سرود د غږولو ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي: "د شهید دفن کول باید داسې وي، موږ باید د جنازو پر مهال د ایران د ناوړه تبلیغاتو مخه ونیسو."

نیوکه کوونکي رسنۍ وايي، د ایران هدف دا دی چې د خلکو مورال او د ارمینیا پر وړاندې د اذربایجان ګامونه کمزوري کړي .