تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ نښتې ۱۰۰ پوځیان ووژل
د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ نښته د نژدې ۱۰۰ پوځیانو د وژل کېدو لامل شوې ده.
د اذربایجان د دفاع وزیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي، چې له ارمینیا سره په وروستۍ نښته کې ۵۰ پوځیان وژل شوي دي.
له دې مخکې د ارمیینا لومړي وزیر نیکول پاشینیان اعلان کړی و، چې همدې نښته کې یې د خپل هېواد ۴۹ سرتیري وژل شوي دي.
دواړه هیوادونه په تېرو دریو لسېزو کې دوه ځلې یو بل سره په شخړه اوښتي دي.
د دوی ترمنځ کوچنۍ جګړې هم کله ناکله پېښېږي.
روسیې د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دواړو خواوو ترمنځ یې اوربند کړی دی.
ارمیینا په پیل کې ویلي و، چې حالت کرار شوي دي، خو د جګړې د پای ته رسېدو په اړه یې څه ویلي نه و.
له دې اعلان څخه لږ وروسته اذربایجان هم اعلان وکړ او وویل، چې د ګاونډي هېواد د تحریکاتو په لړ کې خپلې موخې ته رسیدلی دی.
د دې دواړو هېوادونو تر منځ د جګړې لامل د نګورنو کاراباخ سیمه ده، چې په نړیواله توګه د پېژندل شویو پولو له مخې د اذربایجان یوه برخه ده، خو اکثریت اوسېدونکي یې ارمینیايي توکمه دي.
په دې سیمه کې د کلتوري وېش تر څنګ خلک له مذهبي پلوه هم سره وېشلي دي.
د ارمینیا ډېری وګړي، عیسویان دي، خو د اذربایجان ډېر اوسېدونکي بیا مسلمانان دي.
د همدې سیمې پر سر په ۱۹۸۰ مو، ۱۹۹۰ مو کلونو کې دوه ځله لویې جګړې شوې.
دواړو هېوادونو پر دې لانجمنه سیمه د ۱۹۸۸ او ۱۹۹۴ کلونو ترمنځ هم جګړه کړې ده.
په ۲۰۲۰ کال کې بیا یوه جګړه تر شپږ اونیو پورې روانه وه، د همدې جګړې په لومړۍ اونۍ کې له ۲۲۰ ډېر کسان وژل شوي وو.
د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ لنډ مهاله نښتې بیا یو معمول ګرځېدلی.