د ارمینیا او اذربایجان تر منځ پر اوربند هوکړه شوې

د ارمینیا او اذربایجان تر منځ پر یوه نازک او کاواکه اوربند هوکړه شوې ده. دواړه هېوادونه د نګورنو کاراباغ پر ناندریزه سیمه سره ښکېل شوي دي. د بي بي سي خبریال وايي، جګړه اوس درېدلې، خو دواړو لوریو یو بل تورن کړي، چې له اوربند شېبې وروسته یې ترې سرغړونه کړې ده. دوې اونۍ مخکې د دواړو لوریو تر منځ جګړه ونښته. په وروستي تاو تریخوالي کې لږ تر لږه څلور سوه کسان وژل شوي او زرګونه نور بې کوره شوي دي. په مسکو کې له اوږدو خبرو وروسته پر اور بند هوکړه وشوه. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، ارمینیا او اذربایجان د جدي او بنسټیزو خبرو پر پیلولو سلا شوي دي.