سور صلیب: کابل کې د دماغي فلج ناروغانو شمېر نژدې ۵۰ سلنه زیات شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه (آی سي آر سي) وايي، کابل کې پر دماغي فلج ناروغۍ اخته ماشومانو شمېر کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی.
د آی سي آر سي د مالوماتو له مخې، کابل کې د دوی په روغتیايي مرکزونو کې تېر کال د دماغي فلج ماشومانو شمېر ۱۱۲۵ وو، خو سږ کال بیا دغه شمېر ۱۶۷۳ ته لوړ شوی دی.
د اړتیا وړ خوراکي توکو نشتوالی او نا امني یو له هغو عواملو یاد شوي چې د دغو پېښو شمېر کې یې زیاتوالی راوستی.
کابل کې د آی سي آر سي درملنې مرکز د ماشومانو برخې مشر مرید احمد راسخ وايي: "بې وزلي، صدمه، د طبي پوهاوي نشتوالی او له مېندوارۍ مخکې یا د مېندوارۍ پر مهال د منظمې معاینې نه کول هغه لاملونه دي چې په ماشومانو کې د دماغي فلج سبب کېږي."
ښاغلی راسخ د مېندوارۍ پر مهال د اړتیا وړ خوراکي توکو پر لاسرسي ټینګار کوي او وايي، نا سالمه تغذیه او دروند کار هم د مېندوارۍ پر مهال ماشومانو کې د دغې ناروغۍ د زیاتېدو لامل کېږي چې په دې کې د ښځو له خوا د کرکیلي کارونو ترسره کول هم شامل دي.
دماغي فلج هغه ناروغي ده چې د ماشومانو ماغزه زیانمنوي او د ودې مخه یې نیسي.
پر دغه ناروغۍ اخته ماشومان د عضلاتو کنټرول له لاسه ورکوي او د عضلاتو پر حرکت او توازون اغېز کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا معلولیت بشپړه درملنه نه لري او په ناروغ کس کې د ټول عمر لپاره پاتې کېږي. خو د ملاتړې درملنې له لارې ورسره د حالت په یو څه ښه کېدو کې مرسته کېدی شي چې آی سي آر سي وايي په دې برخه کې په وړیا توګه کار کوي.
ډاکټران وايي، دا حالت د هر ماشوم لپاره توپیر کوي او په درېیو پړاوونو کې پېښېدی شي.
د میندوارۍ پر مهال، د زیږون پر مهال او له زیږون لږ وروسته.
د ښاغلي راسخ په ټکو: "ماشومانو کې یې نښې نښانې توپیر کوي، دوی کې عمري بدلونونه راولي په دغه موده کې دوی د عضلاتو کمزوري، د بدن د توازون کموالی، اورېدو او خبرو کولو، کېناستو او پاڅېدو کې ستونزه، او فکري کمزورتیا تجربه کوي."
ډاکټران په دې برخه کې د ماشوم د چټکې درملنې سپارښتنه کوي او وايي، د عامه پوهاوي نشتون او د نالوستو میندو او پلرونو بې غوري د ماشوم ژوند لا نور هم ګواښلی شي.
افغانستان کې اقتصادی کړکېچ د ماشومانو په ګډون د میلیونونه کسانو ژوند سخت کړی. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د اقتصادي ستونزو لمن لا پسې پراخه شوې چې په بېلابېلو بڼو افغانان ځپي.
کابل کې د آی سي آر سي د درملنې مرکز وايي هره میاشت د دماغي فلج لږ تر لږه زرو ناروغانو درملنه کوي او ګڼ ورته په تمه دي چې د درملنې لپاره یې په لیست کې نومونه ولیکل شي.










