د پاکستاني پوځ مشر؛ هېچا ته د بې ثباتۍ اجازه نه ورکوو

جنرل باجوہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه وايي، هېڅ هېواد، ډلې یا سازمان ته به اجازه ورنه کړي چې پاکستان له سیاسي او اقتصادي پلوه بې ثباته کړي.

ښاغلي باجوه یوې پوځي غونډې ته ویلي"هېڅ راز جعلي خبرونو او تبلیغاتو ته پام مه کوئ."

د پاکستان د پوځ مشر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر او تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي غواړي د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه پیل کړي.

ښاغلی باجوه چې تازه د امریکا له پنځه ورځني سفر ستون شوی و، ویل د هېواد امنیت یې "د ځواکونو لاسونو کې دی."

د پاکستان په تاریخ کې څو څو ځلې د سیاسي کړکېچ پرمهال پوځ مداخله کړې او واک یې په لاس کې اخیستی دی.

د پاکستان د پوځ مشر د امریکا له دفاع وزیر او نورو امریکايي چارواکو سره په دواړه اړخیزو مسایلو خبرې کړې وې.

نوموړی وايي "موږ باید تر خپله وسه هڅه وکړو، چې اور له خپلې سیمې لېرې وساتو او سولې ته باید فرصت ورکړو. د یوې تګلارې له مخې خپلې ستونزې په سوله ییز ډول سره حل کړو. لوږه، بې وزلي او بېسوادي له منځه یوسو"

عمران

د عکس سرچینه، Imran Khan

د عکس تشریح، عمران خان دا څه موده وړاندې د حکومت ضد لاریونونو ګواښ کړی و

د پاکستان دغه لوړ پوړی پوځي چارواکي چې د لوی درستیزۍ دنده یې په نومبر کې پای ته رسېږي، وايي له ګاونډیانو هېوادونو سره ښې اړیکي غواړي.

له ګاونډیانو سره اړیکي

که څه هم ښاغلی باجوه د افغانستان او هند نومونه یاد نه کړل، خو ښايي موخه یې همدغه هېوادونه وو.

نوموړی وايي"موږ له خپلو ګاونډیانو سره په سوله ییزه توګه د ستونزو حل غواړو، خو د سولې تینګولو لپاره زموږ غوښتنه باید کمزوري ونه ګڼل شي."

هغه وویل نړۍ بدله شوې، موږ هم باید بدلون تیار اوسو، پرته له هغه به موږ ټول د دې "حالت" بیه پرې کوو.

د جنرال قمر جاوېد باجوه په وینا د پاکستان پوځ د ترهګرۍ د له منځه وړولو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي دي او د ترهګرۍ وړاندې جګړې کې یې برياليتوبونه ترلاسه کړي دي.

په همدې حال کې، د پاکستان په راولپنډۍ کې یوې محکمې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر رانا ثنالله د نیولو امر کړی دی.

تر اوسه په دې اړه نور مالومات نه دي په ډاګه شوي چې د نيولو امر یې ولې شوی دی.