عمران خان: له قاضۍ بخښنې غوښتنې ته تیار یم

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د اسلام اباد لوړه محکمه وايي، د دغه هېواد مخکېني لومړی وزیر عمران خان ویلي له هغې قاضۍ به بخښنه وغواړي چې په یوه وینا کې یې ګواښلې وه.

محکمه وايي، له همدې کبله په دې قضیه کې د ښاغلي خان پر وړاندې رسمي تورونه ځنډوي.

پاکستان کې یوې محکمې دوه اونۍ وړاندې عمران خان محکمې ته د سپکاوي په تړاو په رسمي توګه تورن کړی و.

د پاکستان دغه محکمه وايي، عمران خان اوس له هغې قاضۍ بخښنې غوښتلو ته چمتو دی، چې تېره میاشت يې په یوه وینا کې اخطار ورکړی و.

په تېره اورېدنه کې محکمې پرېکړه وه، چې ښاغلی خان به د روانې میاشتې له پنځويشتمې نېټې باقاعده مجرم ګرځول کېږي، خو په نننۍ اورېدنه کې پخواني لومړي وزیر وویل، له هغې قاضۍ بخښنې غوښتلو ته چمتو دی، چې تېره میاشت یې اخطار ورکړی و.

له همدې ګواښنې وروسته پر نوموړي محکمې ته د سپکاوي قضیه پیل شوې وه.

په محکمه کې تر حاضرېدو وروسته نوموړي له خبریالانو سره په لنډو خبرو کې وویل، د ده جګړه له محکمې سره نه ده.

عمران خان وايي:"زما د حقیقي خپلواکۍ جګړه د مافیاو پر ضد ده، نه د محکمې پر ضد."

له دې وړاندې هغه مهال چې د عمران خان پر ضد محکمې ته د سپکاوي قضیه پیل شوه او پر ضد يې د ترهګرۍ د مادو له مخې د پولیسو رپوټ ثبت شو، نوموړي دا یو فشار وګاڼه.

هغه مهال عمران خان په ولسي غوڼدو کې څو ځلې ویلي وو، چې د ده پر ضد دغه قضیه ددې لپاره ده، چې پر نوموړي فشار زیات کړي او بیا بیا يې ویلي وو، چې هیڅ غلط کار يې نه دی کړی.

ښاغلي خان د تېرې اګست میاشتې په شلمه نېټه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وینا کې ویلي وو، چې له هغې قاضۍ سره به ګوري او پر ضد يې قانوني ګام اخلي، چې د ده په خبره د دوی د ګوند د ملګري شهباز ګېل قضیې اورېدنه يې کړې ده.

تر هغه وروسته پر نوموړي د ترهګرۍ د مادو له مخې د پولیسو رپوټ هم ثبت شوی و، چې د پولیسو په خبره قاضۍ ته يې ګواښلې وه.