تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان؛ په شپږ ورځو کې د ټولټاکنو اعلان له غوښتنې سره د عمران خان لاریون پای ته ورسېد
د پاکستان اطلاعاتو وزیره مریم اورنګزېب ادعا کوي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان لاریون چې پرون یې له پېښوره پیل کړی و، ناکام شوی دی.
نوموړې له جیو نیوز شخصي ټلویزیون سره خبرو کې زیاته کړه:
''عمران خان د ناکامۍ له اعلان وروسته ستون شوی دی. د ګوتو په شمېر کسان ورسره ملګري دي. خلک عملي سیاست غواړي. ''
اغلې اورنګزېب له ملېشه ځواک (رېنجرز) او پولیسو مننه وکړه، چې په وینا یې پرون یې د امنیت ټینګښت کې مرسته وکړه.
نوموړې زیاته کړه، ''خلکو عمران خان ته ضرب الاجل ټاکلی دی. ''
په ورته مهال پاکستان حکومت د تحریک انصاف ګوند خلاف سترې محکمې ته عریضه کړې، چې نن پنجشنبه به یې یاده محکمه څېړي.
په عریضه کې ویل شوي چې د محکمې له لار ښوونې سره سره لاریونیانو دولتي او عامه املاکو ته زیان رسولی او د ګوند کارکوونکي ډي چوک سیمې ته ننوتي وو.
د یادونې ده، چې له دې مخکې عمران خان د پلازمېنې په جناح ایونیو سیمه کې لاریونوالو ته وینا وکړه او ګواښ یې وکړ چې که حکومت په شپږ ورځو کې اسمبلۍ منحل نه کړي دی به لکونه کسان اسلام اباد ته راولي.
ښاغلي خان وویل: ''حکومت ته شپږ ورځې وخت ورکوم، اسمبلۍ باید منحل او په جون میاشت کې باید ټاکنې اعلان کړي. که په شپږ ورځو کې داسې و نه شي، ټول ملت به اسلام اباد ته راټول کړم. ''
تېر ماخوستن د پلازمېنې اسلام اباد کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو له احتجاج او لاریون وروسته د ښار حساسو سیمو کې بېړنی حالت اعلان شو او د پاکستان پوځ د دولتي ودانیو امنیت نیولو لپاره وغوښتل شو.
عمران خان دوه ورځې وړاندې اعلان کړی و چې پلویان به یې د پلازمېنې اسلام اباد پر لور لاریون کوي، خو حکومت هغه مهال ویلي وو چې هېچا ته به د ګډوډۍ اجازه نه ورکول کېږي.
د حکومت له دې خبرداري سره سره د چارشنبې ماښام د تحریک انصاف ګوند زرګونه زره پلویان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېدل او په تاوتریخوالي یې لاس پورې کړ.
پخپله د عمران خان قافله هم د اسلام اباد 'ډي چوک ' سیمې ته نژدې ورسېدله.
ډي چوک یا څلور لارې د پاکستان پارلمان، ولسمشرۍ ماڼۍ او لومړي وزیر دفتر ته څېرمه سیمه ده، چې نړیوال سفارتونه هم همدلته نژدې موقعیت لري.
بل لور د بي بي سي خبریال عثمان زاهد په خپل رپوټ کې وايي، د عمران خان له وینا وروسته د هغه پلویان له ډي چوک سیمې تیت او پرک شول.
خو د یادونې ده، چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند له لوري تر اوسه رسماً نه دي ویل شوي چې د دوی لاریون پای ته رسېدلی.
له دې وړاندې د پاکستان سترې محکمې د تحریک ګوند چارواکو ته سپارښتنه کړې وه چې د روان سیاسي کړکېچ د حل موندلو لپاره له د مسلم لیګ (ن) ګوند په مشرۍ اوسني حکومت سره خبرې وکړي.
خو د چارشنبې تر ماښامه دا خبرې نه وې پیل شوې او دواړو خواو یې د ناکامۍ پړه پر یو بل اچوله.
یاده دې وي چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان تور لګوي چې د یوې بهرنۍ دسیسې په پایله کې تېره میاشت له واکه لېرې کړی شو، او له هغه راهیسې یې د پاکستان بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه کړي دي.
نوموړی ان دا ادعا هم کړې چې د ده د وژلو دسیمه جوړه شوې ده، خو په دې اړه یې ډېز جزئیات نه دي ورکړي.