تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا کې یوه کس ۱۱۰ میلیونه پونډه لاټري ګټلې
بریتانیا کې یوه کس د ۱۱۰ میلیونو پونډو لاټري د جمعې په ورځ وګټله.
د لاټري دا خبر په رسمي ډول تائید شوی دی.
که د دې ټکټ څښتن یو کس وي نو په یوه ورځ کې به له بریتانوي سندرغاړو هري سټایلز او ګاري بارلو څخه ډېر شتمن شي.
بریتانیا کې یوازې ۱۵ کسانو له ۱۰۰ میلیون پونډه لوړه لاټري ګټلې ده چې دا په دې هېواد کې يوه تر ټولو لویه بریا ګڼل کېږي.
د جمعې په ورځ ۷،۱۲،۱۳،۲۰، ۴۵ او ۳، ۱۲ بختور شمېرو ټکټونو لاټري ختلې وه.
د یورو میلیونزلاټري ټکټ تر لاسه کولو لپاره باید پلورنځي ته لاړشئ او هلته پنځه بېلابېلې شمېرې غوره کړئ لکه په دې پورته ټکټ کې (۷،۱۲،۱۳،۲۰،۴۵) او دوه نور ې د بختورو شمېرو په برخه کې غوره کړئ.
ستاسو دا غوره شوې شمېرې د پلورنځي څښتن د لاټرۍ په سیستم کې ثبت وي او تاسوته یو چاپي کاغذ در کوي.
تاسې د لاټرۍ دا ټکټ په انلاین بڼه هم تر لاسه کولی شئ.
کله چې د لاټري د اعلانولو شپه راورسېږي او ماشین همدا ستاسو غوره شوې شمېره وټاکي نو پوهه شئ چې بخت مو بیداره دی.
د بریتانیا د ملي لاټري سلاکار مشر انډي کارټر وویل، دا یوه "په زړه پورې شپه" وي.
هغه د تېرې جمعې شپې په اړه وويل: "د لاټري پیردونکو څخه غوښتل شوي چې خپل ټکټونه وګوري او موږ ته زنګ ووهي التبه که ډاډه وي چې دوی د نن شپې بختور ګټونکي دي."
ښاغلي کارټر زیاته کړه چې د ټوله بریتانیا کې د ملي لاټري له لارې له ۳۰ میلیونو زیات پونډ په يوه اوونۍ کې ترلاسه کېږي.
نوموړي دې پېسو ته په اشارې سره وویل:"دا له هغو سیمه بیزو پروژو ملاتړ کوي چې ستاسو په ژوند او سیمه کې بدلون راولي او له هغو لوبغاړو ملاتړ کوي چې ګډو ګټو ته ژمن وي."
بریتانیا کې یوه کس ۱۹۵ میلیون پونډه لاټري د جولای په میاشت کې وګټله چې د ملي لاټرۍتر ټولو لوی ګټونکی وګڼل شو او ریکارډ یې جوړ کړ.
د یورو ميليونز لاټري په نهو هېوادونو کې پلورل کېږي.
د بريتانيا ترټولو لوی لاټري ګټونکي:
• جولای ۲۰۲۲: نامعلوم ټکټ لرونکی، £ ۱۹۵،۷۰۷،۰۰۰
• مې ۲۰۲۲: جو او جیس، £۱۸۴،۲۶۲،۸۹۹
• اکتوبر ۲۰۱۹: نامعلوم ټکټ لرونکی، £۱۷۰،۲۲۱،۰۰۰
• جولای ۲۰۱۱: کولن او کریس، £۱۶۱،۶۵۳،۰۰۰
• اګسټ ۲۰۱۲: اډرین او ګیلیان ،£ ۱۴۸،۶۵۶،۰۰۰