تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کاناډايۍ جوړې درې ځلې لاټري وګټله
یوې کاناډایۍ جوړې (مېړه او ښځې) د درېیم ځل لپاره لاټري ګټلې ده. دا ځل دوی اته میلیونه او ۹۰۰ زره کاناډايي ډالر ګټلي دي.
باربارا او داګلاس فینګ لومړی په ۱۹۸۹ کال ۱۲۸ زره کاناډايي ډالر او د ۲۰۱۰ کال دویم ځل لاټرۍ کې ۱۰۰ زره کاناډايي ډالر ګټلي وو، خو دا ځل یې لاټري د مخکېنیو لاټریو په پرتله ډېره زیاته وه.
دوی چې د البرټا ولسوالۍ د اډمنټون اوسېدونکي دي، وايي د ګټل شویو پیسو ډېری برخه به د خپلو بچیانو پر ژوندانه جوړولو ولګوي.
اغلې فینګ وویل: "غواړم ډاډه شم چې زموږ لوڼې او لمسیان ډاډمنه راتلونکې لري".
ښاغلي فینګ هم ویلي چې د ګټل شویو پیسو یوه برخه به خپل ځان ته ځانګړې کړي، د سفر لګښتونو او ځان ته د بل کور پر اخیستو به یې ولګوي: "باربارا یو نوی کور غوړي".
اغلې فینګ ویلي، لومړی کس و چې پر خپلې بریا خبر شوی و، خو د هغې مېړه د کار لپاره ښار ته تللی و او یوڅه وخت ولګېد چې هغه خبر شي.
دې هڅه وکړه چې خپل مېړه ته زنګ ووهي، خو هغه یې ټیلېفون ته ځواب ورنه کړ: "پنځې دقیقې مې صبر وکړ بیا مې زنګ وروواهه، دا ځل یې ځواب راکړ او ورته ومې ویل: بیا بریالي شوي یو."