ایران یوه اونۍ کې د ۳ ښځو په ګډون ۳۲ کسان اعدام کړي

ایراني د بشري حقونو یوه خیریه ټولنه وايي، ایراني چارواکو د چهارشنبې پر ورځ درې ښځې د خپلو مېړونو وژنې په تور اعدام کړې دي. د ایران بشري حقونو ډلې په نامه دا ټولنه وايي، اعدام شوې ښځې د ۳۲ کسانو له ډلې دي، چې یوازې تېره یوه اونۍ کې په دار ځړول شوي.

په دې کې هغه ښځه هم شامله ده، چې په ۱۵ کلنۍ کې واده شوې وه او وروسته یې خپل مېړه وژلی دی. داسې باور کېږي چې ایراني چارواکو د اعدام سزا عملي کول زیات کړي دي او د پروسږ کال همدې مودې پرتله یې تر اوسه دوه برابره ډېر کسان اعدام کړي دي.

مدني فعالان وايي، ایران کې د بل هر هېواد پرتله ډېرې ښځې اعدام کېږي، چې ډېرې یې د خپلو مېړنو په وژنه تورنې وي.

د چهارشنبې پر ورځ د ایران بشري حقونو ډلې فعالانو وویل، سهیلا عبادي ته په زندان کې د اعدام سزا ورکړل شوه، چې د خپل مېړه په وژنه تورنه وه. فعالان وايي، سهیلا دې سړي ته لس کاله مخکې د ۱۵ کلنۍ په عمر واده شوې وه.

رپوټونو کې ویل شوي، هغې محکمې چې دا یې په اعدام محکومه کړې 'کورنۍ شخړه ' د قتل انګېزه بللې وه.

د بشري حقونو دا ډله وايي، دوې نورې ښځې هم د خپلو مېړونو په وژنه تورنې وې، چې پر چهارشنبه اعدام شوې.

فعالان وايي، په دې قضیو کې په تکرار سره د کورني تاوتریخوالي خبره شامله وي، خو معمولاً ایرانۍ محکمې د محاکمې په لړ کې دې ته پام نه کوي.

''بوږنونکی شمېر''

په ایران کې د اعدام شویو کسانو کره شمېر ځکه معلوم نه دی، چې ایراني چارواکي په هره قضیه کې د اعدام په سزا د محکوم شوي کس یادونه نه کوي.

خو په هغه څېړنه کې چې په اپریل میاشت کې د بشري حقونو دوو ډلو خپره کړه ویل شوي، ایراني چارواکو یوازې د ۱۶ اعشاریه پنځه سلنه هغو کسانو په تړاو معلومات خپاره کړل، چې تېر کال د اعدام سزا ورکړل شوې وه.

رپوټونه ښيي چې روان کال له هغه راهیسې د اعدام سزا ورکولو شمېر ډېر شوی دی. د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل روانه اونۍ ایراني چارواکي له دې کبله وغندل چې په وینا یې د اعدام سزا ورکولو شمېر یې په ''بوږنونکې '' کچه ډېر کړی دی.

رپوټونه ښيي چې ایراني چارواکو د ۲۰۲۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۲۵۰ ډېر کسان اعدام کړي دي، چې د تېر کال همدې مودې پرتله دوه برابر ډېر شمېر دی