تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مه اعداموئ؛ ټوېټري توپان پسې ایران کې د انټرنېټ خرابی
د بښنې نړیوالې ادارې او د انساني حقونو څارډلې خپلو جدا بیانیو کې د امیر حسین مرادي، سعید تمجیدي او محمد رجبي د اعدام حکم د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
دا درې کسان د ۱۳۹۸ کال لړم میاشتې مظاهرو کې نیول شوي وو.
دا دوه ادارې د دې درېیو کسانو محاکمه ناعادلانه بولي او زیاتوي چې وهلو ټکولو، برېښنايي کرنډ او ځوړندولو سره شکنجه شوي دي.
له دې دریو تورنو دوه کسان ترکیې ته تللي وو، خو د ترکیې پولیسو ایران ته وسپارل.
په دا مهال انټرنېټ څارې ادارې "نېټ بلاکز" وايي، د شپې له نهه نیو بجو ایران کې انټرنېټ پرې یا خراب شوی دی.
د ایران ټیکنالوجي مرکز هم خپل ټوېټري حساب کې ویلي چې نېټ کې ګډوډي شته.
ایران کې د دې درېیو کسانو د اعدام حکم خپرېدو پسې په دغه هېواد او بهر کې نېټ کارنو د #اعدام_ مه کوئ په نوم هشټګ پیل کړ، چې څو ګړیو کې په نړیوال ټرېنډ بدل شو او تر تېرو څلورو ګړیو مخکې له دوو میلیونو او شپږ لکو ډېر شریک شوی دی.
دې ټوېټري هڅو کې پر ایرانیانو سربېره بهرنیانو او ان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هم برخه اخیستې ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ټوېټر کې لیکلي، ۴۱ کاله بس و، نور اعدام مه کوئ.
د ۱۳۹۸ کال لړم کې ایران کې د تېلو بیو درې برابره ناڅاپي زیاتېدو پسې د دغه هېواد مختلفو ښارونو کې مظاهرې وشوې.
ځینې دا مظاهرې په تاوتریخوالي وواښتې او امنیتي ځواکونو تر ۳۰۰ کسان ووژل او په زرګونو نور یې ټپي کړل.
د جاسوسۍ په تور اعدام
له بلې خوا تېره اونۍ ایران کې د رضا عسګري په نوم هغه تورن هم اعدام شو چې امریکا ته په جاسوسۍ تورن و.
ایراني چارواکي وايي، رضا عسګري پر ۹۵ کال د دغه هېواد له دفاع وزارت متقاعد شوی، خو د خدمت کلونو پای کې یې د امریکا له سي ای اې سره اړیکه نیولې او د ایران د توغندیو په هکله یې مالومات ور کړي دي.
یو کال مخکې ایران د دفاع وزارت یو قراردادي هم د جاسوسي په تور اعدام کړ.