تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زمبابوې انفلاسیون سره مقابلې لپاره د سرو زرو سکې را ایستلې
د زمبابوې مرکزي بانک د دغه هېواد د پیسو یا پولي واحد د بې ارزښته کېدو له کبله ډېرېدونکي انفلاسیون سره مقابلې لپاره د سرو زرو سیکې را ایستلې دي.
تر هغې وروسته چې زمبابوې کې د انفلاسیون کلنۍ کچه ۱۹۰ سلنې ته لوړه شوه، د دغه هېواد مرکزي بانک روانه میاشت د سود بیه تر دوه برابره ډېره لوړه او ۲۰۰ فیصدو ته ورسوله.
هرې سکې ته د خپل وزن له مخې د سرو زرو نړیوال مارکیټ د نرخونو پر بنسټ بیه ټاکل کېږي او د تولید ۵ سلنه لګښت پرې ور اضافه کېږي.
نړیوال مارکیټ کې د جمعې پر ورځ د هر اونس یا نږدې ۲۸ اعشاره ۳۵ ګرامه سرو زور بیه ۱۷۲۴ ډالر وه.
د زمبابوې د مرکزي بانک رییس جان مانګودیا ویلي که هټۍ او پلورنځي ماتې پیسې ولري، نو دا سکې پکې چلیدای شي.
دغو سکو ته "موسي او تونیا" نوم ورکړ شوی چې د ځلېدونکي لوګي مانا ښندي او اشاره یې د زمبابوې او زامبیا ترمنځ پولې ته څېرمه ویکټوریا ابشارونو ته ده.
د زمبابوې ډالرو روان کال د نړۍ د نورو پیاوړو پیسو پر وړاندې خپل ارزښت ډېر زیات وبایلود.
دغه هېواد لا هم د پخواني ولسمشر رابرټ موګابې د واکمنۍ د مهال اقتصادي کډوډي په یاد لري.
هغه پر دې هېواد نږدې څلور لسیزې واک وچلاوه.
د انفلاسیون خورا لوړې کچې په ۲۰۰۹ کال زمبابوې اړویسته چې خپلې پیسې څنډې ته کړي او پر نورو بهرنیو اسعارو، په ځانګړي ډول امریکايي ډالرو راکړه ورکړه وکړي.
د هغو کلونو پر مهال چې زمبابوې له تر ټولو ناوړه اقتصادي کړکېچ سره مخ وه، حکومت یې د رسمي شمېرو او ارقامو له خپرولو ډډه کوله.
دغه هېواد هغه مهال سل میلیارد ډالري بانک نوټونه هم درلودل چې دا یې د اقتصادي زوال ښه بېلګه کېدای شي.
زمبابوې که څه هم یوه لسیزه وروسته نوې پیسې را وایستې خو دغو پیسو یې په چټکۍ سره ارزښت بایللی دی.