تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زمبابوې کې تقاعدونه ورک شوي
د تقاعديانو لپاره سرخوږی، زمبابوې هغه هېواد دی چې تقاعدونه په کې ورک شوي.
د زېمبابوې ولسمشر اېمرسن منانګاګوا خپلو هېواد والو ته ډاډ ورکړی، چې هېواد يې د رغېدو پر لار دی. ده ژمنه کړې چې تر لسيزو ناسمې واکمنۍ وروسته به ښېرازي بېرته ستنوي.
خو د دغه هېواد اقتصاد کمزور دی، او پړسوب نژدې دوه سوه سلنې ته لوړ شوی دی. له هرارې دا راپور ګورو، چې د زېمبابوې عادي وګړي په کې د مخ پر ځوړ اقتصاد ګوزار احساسوي.