زمبابوې انفلاسیون سره مقابلې لپاره د سرو زرو سکې را ایستلې

A woman holds a cold coin in her hand

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د زمبابوې نوې سکې

د زمبابوې مرکزي بانک د دغه هېواد د پیسو یا پولي واحد د بې ارزښته کېدو له کبله ډېرېدونکي انفلاسیون سره مقابلې لپاره د سرو زرو سیکې را ایستلې دي.‌

تر هغې وروسته چې زمبابوې کې د انفلاسیون کلنۍ کچه ۱۹۰ سلنې ته لوړه شوه،‌ د دغه هېواد مرکزي بانک روانه میاشت د سود بیه تر دوه برابره ډېره لوړه او ۲۰۰ فیصدو ته ورسوله.‌

هرې سکې ته د خپل وزن له مخې د سرو زرو نړیوال مارکیټ د نرخونو پر بنسټ بیه ټاکل کېږي او د تولید ۵ سلنه لګښت پرې ور اضافه کېږي.

نړیوال مارکیټ کې د جمعې پر ورځ د هر اونس یا نږدې ۲۸ اعشاره ۳۵ ګرامه سرو زور بیه ۱۷۲۴ ډالر وه.

د زمبابوې د مرکزي بانک رییس جان مانګودیا ویلي که هټۍ او پلورنځي ماتې پیسې ولري، نو دا سکې پکې چلیدای شي.

دغو سکو ته "موسي او تونیا" نوم ورکړ شوی چې د ځلېدونکي لوګي مانا ښندي او اشاره یې د زمبابوې او زامبیا ترمنځ‌ پولې ته څېرمه ویکټوریا ابشارونو ته ده.‌

د زمبابوې ډالرو روان کال د نړۍ د نورو پیاوړو پیسو پر وړاندې خپل ارزښت ډېر زیات وبایلود.‌

دغه هېواد لا هم د پخواني ولسمشر رابرټ موګابې د واکمنۍ د مهال اقتصادي کډوډي په یاد لري.

هغه پر دې هېواد نږدې څلور لسیزې واک وچلاوه.

Keyframe #2
د عکس تشریح، منځ کې رابرټ موګابې

‌د انفلاسیون خورا لوړې کچې په ۲۰۰۹ کال زمبابوې اړویسته چې خپلې پیسې څنډې ته کړي او پر نورو بهرنیو اسعارو،‌ په ځانګړي‌ ډول امریکايي‌ ډالرو راکړه ورکړه وکړي.‌

د هغو کلونو پر مهال چې زمبابوې له تر ټولو ناوړه اقتصادي کړکېچ سره مخ وه،‌ حکومت یې د رسمي شمېرو او ارقامو له خپرولو ډډه کوله.‌

دغه هېواد هغه مهال سل میلیارد ډالري بانک نوټونه هم درلودل چې دا یې د اقتصادي زوال ښه بېلګه کېدای شي.‌

زمبابوې که څه هم یوه لسیزه وروسته نوې پیسې را وایستې خو دغو پیسو یې په چټکۍ سره ارزښت بایللی دی.