د هند ستره محکمه وايي، د نوپور شرما جنجالي خبرو ټول هېواد کې اور لګولی

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند سترې محکمې د بهارتیا جنتا ګوند د پخوانۍ ویاندې نوپور شرما هغه جنجالي وینا غندلې چې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) په اړه یې کړې وې.
همدارنګه محکمې ویلي چې د نوپور شرما خبرو، ټول هېواد کې اور لګولی دی.
د بهارتیا جنتا ګوند د پخوانۍ ویاندې نوپور شرما په یوه تلویزیوني مناظره کې د حضرت محمد (ص) په اړه جنجال پاروونکې څرګندونې کړې وې چې د هند په ځینو ایالتونو کې تاوتریخوالی را وپارو.
محکمې له نوپور شرما غوښتي چې په یوه تلویزیوني چینل کې راڅرګنده شي او له ټول ملته بښنه وغواړي.
د نوموړې پر ضد د هند په بېلابېلو ښارونو کې تر سلو ډېرې قضیې(شکایتونه) ثبت شوي.
نوپور شرما له سترې محکمې غوښتنه کړې، چې د دې پر ضد د هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې ثبت شوې ټولې قضیې ډیلي ته واستوي.
محکمې دا غوښتنه رد کړه او ویې ویل "دا د هغې د غرور ښکارندويي کوي، چې د هیواد قاضیان د هغې لپاره ډیر کوچني ښکاري".
د هغې وکیل محکمې ته وویل چې هغې بښنه غوښتې او خپلې څرګندونې یې بیرته اخیستې دي.
خو قاضیانو وویل "هغې ډېر ناوخته خپلې خبرې بېرته واخیستې، او هغه هم په مشروط ډول یې بیرته واخیسته، یعنی وویل،که د چا احساسات زیانمن شوي وي".

د عکس سرچینه، HINDUSTAN TIMES
محکمې دا هم ویلي، چې د یوه ګوند د ویاندې په توګه دا اجازه نه شته چې زیان رسوونکي څه ووایي.
د نوموړې څرګندونې د دې لامل شوې چې یو شمیر اسلامي هیوادونه په هند کلکې نیوکې وکړي.
اغلې شرما د واکمن بهارتیا جنتا ګوند (BJP) ویانده وه کله چې هغې دا څرګندونې وکړې دنده یې وځنډېده.
د نوموړې پر وړاندې دا ګام وروسته له هغه پورته شو چې متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر او د ایران په ګډون یو شمېر اسلامي هېوادونو په رسمي ډول ډیپلوماټیکې نیوکې ثبت کړې.
نوپور شرما څوک ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
۳۷ کلنه نوپور شرما چې د بي جې پي ګوند یوه ویانده وه د رسنیو تر منځ خورا مشهوره وه او نژدې هره ورځ به په ټلویزیوني بحثونو او پروګرامونو کې راڅرګندېده او د نرېندرا مودي د تګلارو او حکومت ننګه به یې کوله.
د ديلي پوهنتون د قانون پوهنې له پوهنځئ فارغه نوپور شرما په ۲۰۰۸ کې د خپل سیاسي ژوند پیل وکړ.
دې بیا وروسته د لندن په اېل اېس اي پوهنتون کې په نړیوال سوداګریز قانون کې ماسټري وکړه او هند ته له ستنېدو وروسته یې سیاسي ژوند کې پرمختګ وکړ.
په دواړو هندي او انګرېزي ژبو د لاسبري له امله یې په ۲۰۱۳ کې د بي جې پي ګوند د رسنیو په برخه کې کار وموند. دوه کاله وروسته د ديلي اسمبلۍ په ټاکنو کې نوموړې د بي جې پي له لوري د ډيلي اعلی وزیر اروېند کېجرېوال پر وړاندې نومانده شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
داسې تمه نه وه چې اغلې شرما دې ټاکنې وګټي خو له یوه په زړه پورې کمپاین وروسته یې لا نور شهرت وموند. نوموړې په ۲۰۲۰ کې د بي جې پي د رسمي ویاندې په توګه وټاکل شوه.
له تېرو څو کلونو راهیسې نوپور شرما د هند پر ټلویزیونونو یوه پېژندل شوې څېره ده.
له دندې د شړل کېدو وروسته نوپور شرما په یوه لیک کې ویلی چې "له خپلو څرګندونو په شا شوې" خو هڅه یې وکړه چې خپلې خبرې توجيح کړي او په وینا یې څرګندونې یې د هندوانو معبود شیوا ته د پرلپسې سپکاوي په ځواب کې وې.










