پکتیکا کې بیا زلزله شوې، ۵ کسان یې وژلي او شاوخوا ۱۲ ټپیان دي

پکتیکا کې یو ځل بیا نن سهار یولس بجې زلزله شوې او شاوخوا ۱۷ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
پکتیکا کې د طالبانو والي ثنا الله معصوم بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل:" په زیانمنو کې ۵ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۲ نور ټپیان دي."
ښاغلی معصوم وايي، دوی ته رسیدلی وروستي راپور کې د زیانمنو شمېر همدمروه ثبت شوی خو تېرې زلزلې ته په کتو کیدای شي د تلفاتو شمېر لوړ شي.
نوموړی زیاتوي، د پکتیکا د ګیان په ګډون ځینو ولسوالیو کې دا زلزله احساس شوې او زیانونه یې هغو کورونه ته اړولي چې تېرې زلزلې یې تهدابونه ښورولي وو او دیوالونه یې کاږه یا درز شوي وو.
پکتیکا کې د طالبانو والي ثنا الله معصوم وايي، دویمې زلزلې په ګیان او برمل کې د سر زیان اړولی دی.
د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې وېبپاڼې وايي، د افغانستان او پاکستان پولې ته نژدې سیمو کې د ریښتر په کچه ۴ درجې زلزله شوې ده.
درې ورځې مخکې هم په پکتیکا او خوست کې سخته زلزله شوې وه چې نژدې ۱۰۰۰ کسان یې ووژل او څه نا څه ۳۰۰۰ نور یې ټپیان کړل.
دغې زلزلې له ۱۰،۰۰۰ زیات کورنه وران کړي دي.
بي بي سي پښتو پاڼه په دې اړه تازه معلومات شېبه په شېبه خپروي.










