طالبان وايي پر دوو چارواکو يې "د سفر بندیز د منلو نه دی، باید بېرته لېرې شي"

    • Author, راصد ځواک
    • دنده, بي بي سي

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د دوی پر دوو چارواکو د ملګرو ملتونو له خوا د سفر بندیز د منلو نه دی او باید لېرې شي.

طالبان دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې ملګرو ملتونو پر ښځو د محدودیتونو له کبله د طالبانو حکومت دوو چارواکو لپاره د سفر د بندیزونو معافیت پای ته ورساوه.

دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین بي بي سي ته وویل "موږ د سفرونو د استثنا هر کلی کوو، خو د طالبانو پر دوو مهمو غړو د ملګروملتونو د سفرونو بندیزونه د منلو نه دي او باید بېرته لیرې شي."

ښاغلی شاهین وايي، د دوحې د تړون له مخې "باید د طالبانو ټول غړي د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړه وېستل شوي وای."

د طالبانو دغه چارواکی وايي چې حکومت یې هر ډول خبرو ته چمتو دی خو ټینګار کوي د خبرو لپاره یې باید پر مشرانو د سفر بندیزونه نه وي.

اې اېف پي خبري اژانس د ځینو دیپلوماتانو په حواله لیکلي چې دغه بندیزونه د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو په چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت پر مرستیال سید احمد شهیدخېل لګول شوي.

خو دا پرېکړه داسې مهال شوې چې د بي بي سي پښتو پاڼې مالومات ښيي د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر همدا اوس د ترکیې پر سفر بوخت دی.

د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت یوې سرچینې تائید کړې چې عبدالباقي حقاني لا ترکیه کې دی.

پر دغو طالب چارواکو دا بندیزونه داسې مهال بېرته لګېدلي چې د طالبانو حکومت پر ۱۵ چارواکو د بندیزونو معافیت تېره ورځ پای ته رسېده.

د رپوټونو له مخې له دې ډلې د ۱۳ نورو طالب چارواکو د سفر معافیت دوه میاشتې نور هم غځول شوی دی.

دوی ته له بندیزونو دغه معافیت درې کاله وړاندې له امریکا سره د سولې مذاکراتو کې د ګډون په هدف د سفرونو لپاره ورکړ شوی و.

طالبانو د تېر کال اګست کې واک ته له رسېدو راهیسې افغانستان کې پر ښځو او نجونو ځینې محدودیتونه لګولي دي.

دوی د ښخو لپاره ځانګړی حجاب جبري کړی، له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي‌ تړلي او ښځو ته له شرعي محرم پرته له هېواده بهر د سفر اجازه نه ورکوي.

خو دغه محدودیتونه په کور دننه او بهر غبرګونونه سره مخ دي.

ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د طالبانو له حکومت غواړي چې ښځې زدکړو، کار او ازاد تګ راتګ ته پرېږدي.

د رپوټونو له مخې‌ ځینو هېوادونو د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټه کې د دې غوښتنه هم کړې چې د نورو طالب مشرانو لپاره دې هم د سفر د بندیزونو معافیت پای ته ورسېږي.

خو له اوږدو بحثونو وروسته پر دې پرېکړه شوې چې دمګړۍ د ۱۳ طالب چارواکو د بندیزونو معافیت د ۶۰ ورځو لپاره وغځول شي.

د ملګروملتونو د عمومي بندیزونو لیست کې د طالبانو د تېر حکومت د ۱۳۵ غړو نومونه شامل دي چې له دې ډلې ځینې مړه او ځینې یې اوسنۍ اداره کې هم مهمې دندې لري.

په دوی کې پر ۴۱ کسانو د سفر بندیزونه لګېدلي، چې له ډلې بیا د ۱۳ کسانو لپاره دا بندیز په موقتي او مشروط ډول معای شوی دی.

په دوی کې د طالبانو د اوسني حکومت د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند، د هغه د مرستیالانو، د طالبانو بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه او د کانونو وزیر شهاب الدین دلاور نومونه هم شامل دي.