تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان سیاسي کړکېچ؛ "ولسمشر د لومړي وزیر وړاندیزونه نه مني، اساسي قانون ماتوي"
په پاکستان کې د کابینې له غونډې وروسته د واکمن مسلیم لیګ [ن] ګوند مشر خرم دستګیر ویلي، "ولسمشر داسې نشي کولای چې څه یې خوښېږي هغه ومني او چې نه یې خوښېږي ترې تېر شي". د ده په خبره، "د لومړي وزیر پر وړاندیزونو عمل نه کولو سره ولسمشر اساسي قانون تر پښو لاندې کوي".
ښاغلي دستګیر اوس د یوه داسې کمیسون د جوړولو خبره کړې چې له مخې به یې د لومړي وزیر واک او اختیار سنجول کېږي. دی وايي، "دا پر اساسي قانون د عمل کول خبره ده او موږ به په ښه توګه دا معامله حل کړو".
د پاکستان پر ولسمشر دا نېوکې د پنجاب ایالت پر والي له ناندریو وروسته کېږي.
مرکزي حکومت د دغه ایالت والي عمرسرفراز چیمه له دندې ګوښه کړی خو ښاغلی چیمه یې نه مني او وايي چې د ولسمشر د لارښوونو له مخې خپلو چارو ته دوام ورکوي.
ولسمشر عارف علوي هم له دندې د هغه د لرې کولو غوښتنه نه ده منلې.
ښاغلي چیمه دا د اساسي قانون خلاف کار بللی او ویلي یې دي چې اوس هم د پنجاب والي دی.
سرفراز چیمه پر واکمن حکومت په ځانګړي ډول پر لومړي وزیر شهباز شریف او د هغه پر زوی حمزه شهباز، چې اوس د پنجاب اعلی وزیر دی، تور پورې کړی چې په اصل کې دوی له خپلو کړنو سره په هېواد کې د اساسي قانون د ماتولو بنسټ ایښی دی.
ښاغلي چیمه حمزه شهباز ناقانونه وزیر بللی او ویلي یې دي چې د پلار او پولیسو په زور یې حکومت جوړ کړی او که پلار یې یاني شهباز شریف لومړی وزیر نه وای نو زوی یې نشو وزیر کېدلی.
بلخوا د واکمن مسلم لیګ [ن] ګوند کلیدي غړې او د اطلاعاتو او کلتور اوسنۍ وزیرې مریم اورنګزیب ویلي چې لومړی وزیر به په پاکستان کې د روان سیاسي او اقتصادي وضعیت، ګرانۍ او د اړمنو د لاسنيوي پروګرامونو په اړه ملت ته وینا وکړي.
د عمران خان غبرګون:
د پنجاب د والي پر سر تازه ناندرۍ په داسې حال کې روانې دي چې د دغه هېواد اوسنی واکمن ګوند د بې واکه شوي لومړي وزیر عمران خان له لوري هم له نېوکو او ننګونو سره مخ دی.
ښاغلي خان ویلي چې د دغه حکومت پر ضد به میلیونونه خلک راټولوي چې د ده په ټکو "دغه تپل شوی حکومت" له منځه یوسي.
عمران خان د پنجاب د والي پر موضوع هم نېوکه کړې او له سترې محکمې یې غوښتي چې ویې څاري.
د پاکستان د انصاف ګوند مشر عمران خان له دندې د عمرسرفراز چیمه لرې کول له اساسي قانون "ښکاره سرغړونه" بللې ده او له سترې محکمې یې غوښتي چې د دې موضوع حساسیت جدي وګڼي او پر وړاندې یې ګام پورته کړي.
عمران خان ویلي، "دغه تپل شوی حکومت په پنجاب کې ګډوډۍ جوړوي".
شهباز شریف نواز شریف سره د مشورې لپاره لندن ته ځي
هلته بیا د واکمن مسلم لیګ [ن] ګوند مشران د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر او د اوسني لومړي وزیر ورور نواز شریف لیدو ته لندن ته روان دي.
اغلې مریم اورنګزیب د دې خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې دا لیدنه د سیاسي مشورې لپاره کېږي.
له رسنیو سره د خبرو پر مهال اغلې اورنګزیب وویل، "دا د ګوند پلاوی دی او په ګوند کې دننه مشورې روانې دي. تاسې بې سببه نېوکې روانې وساتئ خو موږ به هغه څه کوو چې د پاکستاني عوام په خیر وي".
د پاکستان اقتصادي وضعیت وار له مخه کاواکه و او اوسنۍ سیاسي ناندرۍ هم ورباندې بې اغېزې نه دي.
د کلدارې ارزښت په تاریخ کې تر ټولو ټيټې کچې ته ولوېد
پر پاکستان د بهرنیو پورونو د پرې کولو د فشار له کبله په دغه هېواد کې د ډالر پر وړاندې کلداره خورا ټيټه شوې ده. نن [سې شنبه] د پاکستان په صرافیو کې یو ډالر په ۱۸۸.۶۶ بدلېدله، چې د دغه هېواد په تاریخ کې د کلدارې تر ټولو بایللی ارزښت ښيي.
ډالر له څو وروځو راهیسې په پرله پسې توګه په پورته کېدو دی. په تېره اپرېل میاشت کې د ډالر پر وړاندې د کلدارې تر ټولو لوړه بیه ۱۸۸.۱۶ وه. همدا راز د اپرېل پر شپاړسمه نېټه یو ډالر په ۱۸۱.۷۵ بدلېده چې اوسنۍ کچه یې ۱۹ سلنه لوړوالی ښيي.
د پاکستان د صرافیو ټولنې مشر ظرف پراچه د ډالر پر وړاندې د کلدارې د ټيټېدو په اړه وویل، "په هېواد د بهرنیو پورونو د پرې کولو ډېر فشار دی، همدا راز د وارداتو د لګښت پرې کول او په قسطونو د قرضو پرې کول هم اغېز لري او بله خبره دا چې له بهره د ډالر راتګ هم درېدلی دی".
ښاغلی پراچه همدا راز وايي، چې پاکستان د پیسو نړېوال صندوق له لوري مرسته تر لاسه نشوه کړای او نه هم له سعودي عربستان او نورو هېوادونو سره د مالي مرستو د ترلاسه کولو په برخه کې کوم پرمختګ شوی چې د ده په خبره، د پاکستان اقتصادي وضعیت یې کاواکه کړی دی.