عمران خان: له بهره وارد شوی حکومت نه منم

د پاکستان لومړي وزير عمران په خپله وروستۍ وينا کې ويلي، له بهره وارد شوی حکومت به ونه مني او خلکو ته به مراجعه وکړي.

نوموړي وويل، چې د خلکو له خوا ټاکل شوی او بيا به بېرته هغوی ته مخه کوي.

د پاکستان سترې محکمې پنجشنبې ماښام د دغه هېواد پارلمان کې د لومړي وزیر عمران خان پر ضد د نه باور رایې قرارداد مخنیوی غیر قانوني وباله اوس داسې برېښي چې دی به واک له لاسه ورکړي.

محکمې وویل قامي اسمبلۍ کې به شنبه عمران خان ته د "نه باور رایې" پروسه کې رایې واچول شي.

عمران خان په وروستۍ وينا کې د ده د بېواکه کولو لپاره د اپوزېسيون ګوندونو له خوا پیل شوې پروسه نړيواله توطيه ياده کړه.

نوموړي وويل، "زما لوی جرم دا دی چې لوېديځ پوهېږي چې ما د ډرون بريدونو او د عراق د جګړې مخالفت کړی او افغان جګړه مې د ستونزو حل نه وه بللې".

عمران خان همدا راز د روس او اوکرایین جګړې او هند ته په اشارې سره وویل چې دی د کوم هېواد خلاف نه دی خو د بل چا لپاره خپل ولس نه شي قربانولی.

ښاغلي خان همدا ډول د احتجاج يادونه وکړه او له خلکو يې وغوښتل چې سوله ییز لاریون وکړئ.

نوموړي وویل، "ملت باید د خپل حاکمیت او ولسواکۍ ساتنه وکړي. تاریخ هېچا ته بښنه نه کوي، څوک چې څه رول لوبوي هغه مخې ته راځي چې د کومې محکمې پرېکړې ښې دي او کومې نه دي، تاریخ شته خو یو ژوندی قوم تل د خپلو حقونو لپاره ولاړ وي او مبارزه کوي".

تېره یکشنبه د عمران خان واکمن تحریک انصاف ګوند د پاکستان قامي اسمبلۍ یا ولسي جرګه کې د 'نه باور رایې' پروسې مخه ونیوه چې ډېر باور کېده، هغه به یې وبایلي.

د نوموړي حکومت له هغې سملاسي وروسته د ولسمشر عارف خان علوي د حکم په مټ قامي اسمبلۍ منحل کړه او له وخته مخکې یې د نویو ټاکنو اعلان وکړ.

خو قهریدلو اپوزېسیون ګوندونو د هېواد له سترې محکمې وغوښتل چې مداخله وکړي او د نه باور قرارداد مخنیوي په هکله له قانوني پلوه پرېکړه وکړي.