تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې سیاسي کړکېچ؛ طارق خان د 'نړیوالې توطیې' څېړونکي کمېسیون مشري ونه منله
متقاعد جنرال طارق خان د هغه څېړونکي کمېسیون د مشرۍ له منلو انکار کړی چې د عمران خان حکومت مرکزي کابینې یې نن (جمعه) د جوړېدو پرېکړه وکړه.
د تحریک انصاف ګوند حکومت ویلي چې دغه کمېسیون به په دې اړه اسناد او شواهد د قامي اسمبلۍ مخ ته ږدي، چې له لومړي وزیر عمران خان د باور رایې بېرته اخیستو لپاره پیل شوې هڅې یوه "نړیواله توطیه" ده.
د کابینې غونډه کې پرېکړه شوې وه چې ددغه کمېسیون مشري به متقاعد جنرال طارق خان کوي.
خو هغه بي بي سي ته ویلي چې د دغه نوي کمېسیون مشري نه کوي.
طارق خان ویلي دغه کمېسیون به ظاهرآ د 'نه باور رایې' له پروسې وروسته منحل شي او که پاتې هم شي، نو فعال به نه وي.
پاکستان کې د واکمن تحریک انصاف ګوند یوه مشر فواد چودري د مرکزي حکومت کابینې تر غونډې وروسته رسنیو ته ویلي و چې د کابینې غړي په یوه خوله د عمران خان تر شا ولاړ دي.
ښاغلي چودري یو ځل بیا د عمران خان بېواکه کولو لپاره د اپوزېسیون ګوندونو لخوا پیل شوې پروسه 'نړیواله توطیه' وبلله چې د نوموړي په وینا "څو سترې مافیا او هېوادونه" پکې ښکېل دي.
هغه وویل د کابینې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د دې توطیې څېړلو لپاره یو کمېسیون جوړ شي او دغه کمېسیون به حقایق د قامي اسمبلۍ د هر غړي مخ ته ږدي.
د تحریک انصاف ګوند دغه مشر ادعا کړې چې "ځینو ځانګړو کسانو ته مالومه وه چې توطیه چېرته جوړه شوه، څنګه راوړل شوه" او دا چې "د دوی د ناستو ریکارډ له استخباراتي ادارو سره موجود دی."
فواد چودري وايي که قامي اسمبلۍ تر هغې وروسته هم د 'نه باور رایې' پروسې د دوام غوښتنه کوله، خلک به پرېکړه وکړه چې څوک په حقه دي.
هغه زیاته کړې چې عمران خان ته د 'نه باور رایې' او قامي اسمبلۍ په هکله د سترې محکمې پرېکړې د پارلمان برلاسی له خطر سره مخ کړی دی.
ښاغلی چودري وايي "له سترې محکمې سره اسناد نه و چې د قامي اسمبلۍ د رئیس پریکړه سمه ده که ناسمه - تاسې څرنګه دا مستندولی شئ چې د رئیس پرېکړه غلطه وه، اسناد مو باید کتلي وای چې ولې یې دا پرېکړه کړې."
د تحریک انصاف ګوند دغه مشر د سترې محکمې د تېرې ورځې پرېکړې ته په اشارې وویل: "د قوو د وېش خلاف کارونه وشول، د پارلمان حاکمیت او سترې محکمې ته لېږدېدلی. یعنې اوس خلک نه، بلکې څو قاضیان واکمن دي. سترې محکمې باید بیاکتنه وکړي، موږ بیا کتنې لپاره ورځو."
د قامي اسمبلۍ غونډه
د عمران خان حکومت د څېړونکي کمېسیون د جوړولو پرېکړه داسې مهال کړې چې د پاکستان قامي اسمبلۍ د سترې محکمې تر حکم وروسته د شنبې ورځې غونډې ایجنډا خپره کړې.
اسمبلۍ ویلي چې د اپریل د نهمې جلسه کې به چې ټاکلې په ځايي وخت د سهار په لس نیمو پیل شي، له لومړي وزیر عمران خان نه د باور رایې بېرته اخیستو لپاره رایه اچول کېږي.
د اسمبلۍ ادارې ویلي دا 'رایې اچونه' د هغه پرېکړې لیک له مخې کېږي چې د اپوزېسیون مشر شهباز شریف د مارچ په ۲۸مه وړاندې کړی و.
د پاکستان سترې محکمې تېر ماښام د دغه هېواد پارلمان کې د لومړي وزیر عمران خان پر ضد د نه باور رایې قرارداد مخنیوی غیر قانوني وباله.
محکمې وویل قامي اسمبلۍ کې به شنبه عمران خان ته د "نه باور رایې" پروسه کې رایې واچول شي.
تېره یکشنبه د عمران خان واکمن تحریک انصاف ګوند د پاکستان قامي اسمبلۍ یا ولسي جرګه کې د 'نه باور رایې' پروسې مخه ونیوه چې ډېر باور کېده، هغه به یې وبایلي.
د نوموړي حکومت له هغې سملاسي وروسته د ولسمشر عارف خان علوي د حکم په مټ قامي اسمبلۍ منحل کړه او له وخته مخکې یې د نویو ټاکنو اعلان وکړ.
خو قهریدلو اپوزېسیون ګوندونو د هېواد له سترې محکمې وغوښتل چې مداخله وکړي او د نه باور قرارداد مخنیوي په هکله له قانوني پلوه پرېکړه وکړي.
عمران خان ويلي، چې نن (جمعه) ناوخته ولس ته وینا کوي.