د پاکستان سترې محکمې د قامي اسمبلۍ د بېرته پر ځای کېدو پرېکړه وکړه

د پاکستان سترې محکمې بالاخره د دغه هېواد قامي اسمبلۍ کې د لومړي وزیر عمران خان خلاف د 'نه باور رایې' پروسې لغوه کېدو او د ولسمشر عارف خان علوي لخوا د لومړي وزیر په غوښتنه د قامی اسمبلۍ د ړنګېدو په اړه خپله پریکړه اعلان کړه.

سترې محکمې دا دواړه ګامونه غیر قانوني اعلان او د قامي اسمبلۍ د بېرته برحالېدو پریکړه وکړه.

محکمې د قامي اسمبلۍ د ړنګېدو په تړاو د ولسمشر حکم منسوخ کړی او ویلي یې دي چې د قامي اسمبلۍ غونډه دې د اپریل پر نهمه بېرته رابلل شي.

دې پرېکړې ته د سترې محکمې لخوا ټاکل شوي پنځه کسیز پلاوي په یوه خوله رایه ورکړې ده.

تر دې وړاندې پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون رئیس او د هغه مرستیال ورغوښتي وو. دوی څو ساعته وړاندې ولسمشر عارف خان علوي ته یو لیک کې ویلي و تر اکتوبر وړاندې نوې ټاکنې نشي کولی.

د دغه کمېسیون لیک کې راغلي و چې دوی د ټاکنو د ترسره کېدو هوډ لري، خو نویو ټاکنو لپاره چمتووالی لږ ترلږه اووه میاشتې وخت ته اړتیا لري.

دوی ویلي یوازې د ټاکنیزو حوزو مالومېدل لږترلږه ۴ میاشتې وخت اخلي.

د پاکستان ولسمشر د لومړي وزیر په غوښتنه د قامي اسمبلۍ له ړنګولو وروسته د ټاکنو کمېسیون ته سپارښتنه کړې وه چې ۹۰ ورځو کې دننه دننه ټاکنو ته چمتووالی ونیسي.

د محکمې پرېکړې ته غبرګونونه

پاکستان کې د واکمن تحریک انصاف ګوند یوه مشر فیصل جاوید خان د محکمې له پرېکړې وروسته پر خپل ټویټر ولیکل چې عمران خان به مقابلې ته دوام ورکړي.

هغه ویلي عمران خان به ژر خلکو سره خپل لیدلوری شریک کړي.

د دغه ګوند یوه بل مشر فواد چودري چې د عمران خان کابینه کې د اطلاعاتو او نشراتو وزير وو، لیکلي چې د سترې محکمې پرېکړې پاکستان کې سیاسي کړکېچ لا پسې پراخ کړ.

ښاغلی چودري زیاته کړې "ټاکنو هېواد ته ثبات راوستی شو - له بده مرغه د خلکو اهمیت له پامه وغورځول شو - اوس به وګورو چې وړاندې څه کېږي."

خو د پاکستان د اپوزېسیون ګوندونه بیا د محکمې له پرېکړې راضي دي.

د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر نواز شریف هم نن غوښتنه کړې وه چې قامي اسمبلۍ دې بېرته برحاله شي.

د هغه ورور شهباز شریف چې اوس قامي اسمبله کې د اپوزېسیون مشر و، د سترې محکمې پرېکړه تاریخي بللې.

نوموړي له جیونیوز تلویزیون سره مرکه کې ویلي: محکمې داسې پرېکړه وکړه چې راتلونکې کې هم د ورته ستونزې ځواب ویلی شي.

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو هم په یوه لنډ ټویټ پیغام کې لیکلي چې "جمهوریت غوره غچ دی."

د لومړی وزیر عمران خان د تحریک انصاف ګوند یوه مشر شهباز ګل بیا لیکلي چې دغه هېواد د بریتانیا په ځای د امریکا د غلامۍ خوا روان د

هغه لیکلي چې پاکستان بېرته ۱۹۴۷ کال ته ګرځېدلی. ی.