په غار کې زېږېدلې ښځه لسم ځل ایورېسټ غره ته خېژي

د عکس سرچینه، Lhakpa Sherpa
- Author, سواميناثان ناتارانجان
- دنده, بي بي سي
لاکپا ایورېسټ غره ته تر بلې هرې ښځې ډېره ختلې ده او اوس یو ځل بیا دې څوکې ته د ختلو په نیت راوتلې ده. دا وايي، "زه خپلې موخې ته ډېره نژدې یم او د غرختونکې په توګه به یو نوی تاریخ جوړ کړم. همدا اوس په تیاري لګیا یم چې لسم ځل ایورېسټ غره ته وخېژم".
د دې کشرۍ پنځلس کلنه لور شینۍ د غره په لمنه کې د غرختونکو په پنډغالي کې ده. دا د خپلې مور دې هڅې ته په بې صبرۍ سره په تمه ده او وايي، "مور ته مې چې ګورم، هغې هېڅه هم نه لرل خو ډېر څه یې تر لاسه کړل".
ښوونځي ته نه پرېښودل کېدله: په غار کې وزېږېدله
لکپا د نيپال په هېمالاین کلي کې زېږېدلې چې شاوخوا څلور زره مېتره په لوړ کې پرته سیمه ده. لکپا وايي، "زه په یوه غار کې زېږېدلې یم. ان د خپل زېږون نېټه هم نه ده رامالومه. د پاسپورټ له مخې مې عمر ۴۸ کاله دی"، له دې سره یې په کړس کړس وخندل.
لکپا په خټه د شېرپا د توکم ده او د تېبت کوچیان دي. شېرپا هغه خلک دي چې په ډېرو لوړو او سړو سیمو کې ژوند کولو سره عادت دي او ایورېسټ غره ته ختونکو کسانو سره د لارښود او د اسانچاري په توګه کار کوي.
لکپا د خپل ماشومتوب په اړه وايي، "زما یادېږي چې په ساعتونو ساعتونو به مې په پښو مزل کاوه چې وروڼه مې ښوونځي ته ورسوم. هغه مهال نجونو ته اجازه نه وه چې ښوونځي ته لاړې شي".
د دې د کلي مکالو خلکو ژوند پر کرنې روان دی چې د نیپال په ختيځ کې پروت دی. نه یې برېښنا درلودله او نه ښوونځی خو یوه معجزه د دې په تمه وه. "زه د ایورېسټ غره په څنګ کې رالویه شوې یم. زموږ له کوره ښکاري. ایورېسټ تل زه هڅولم او ما ته په زړه پورې و"
له ۱۹۵۳ کال راهیسې چې ایورېسټ غره ته غرختونکو ختل پېل کړي، هر کال ګڼ کسان هڅه کوي چې د دغه غره څوکې ته ځان ورسوي. دوی اړ دي چې ایورېسټ ته د ختلو پر مهال له ځانه سره شېرپا لارښود ولري. خو د لکپا غوندې ځینې یوازې د یوه مرستندوی په توګه غرختونکي نه بدرګه کوي بلکې اوس پخپله مسلکي غر ختونکي شوي دي.
'هېڅوک به واده درسره ونه کړي'

د عکس سرچینه، Lhakpa Sherpa
مور او پلار د لکپا له دې کار سره جوړ نه وو نو له دې کبله دا له سختیو سره مخ شوه.
"مور مې خبردارۍ راکړی و چې وجود به دې کلک شي او جذابیت به له لاسه ورکړې نو بیا به هېڅوک هم له تاسره واده کولو ته زړه نه ښه کوي. کلیوالو به راته ویل چې دا خو د سړیو کار دی او که ته دا کار کول وغواړې نو شاید ژوند له لاسه ورکړې".
خو لکپا پر دغو ټولو اندېښنو تیږه کېښودله او په ۲۰۰۰ کال کې د ایورېسټ غره تر ټولو لوړې څوکې ته وختله. دا وايي، "چې لومړی ځل د ایورېسټ غره ته وختلم نو فکر مې وکړ چې خپل ارمان ته راورسېدلم. هماغه مهال مې له ځانه سره وویل چې نور باید په کور کې د یوې ناستې مېرمنې غوندې ژوند ونه کړم".
لکپا وايي، له ځانه سره یې فکر وکړ چې د شېرپا کلتور باید بدل کړي او هغه فکر واړوي چې نیپالیانو د شېرپا ښځو په اړه درلود.
"زما له کوره بهر ژوند خوښېده او غوښتل مې چې خپل دغه احساس له نورو ښځو سره هم شریک کړم"
په ۲۰۰۳ کې دا په نړۍ کې لومړنۍ ښځه شوه چې درې ځلې ایورېسټ غره ته خېژي. هغه مهال له دې سره یې یو ورور او خور هم ورسره وو. دوی لومړني درې خوېندې او وروڼه وو چې په ګډه دغه غره ته خېژي. د نړېوالو ریکاډونو ګېنېس کتاب هم د دوی دغه کارنامه په رسميت پېژندلې ده. دا وايي، "زما درې وروڼه ایورېسټ ته ختلي دي. یوه خور مې دوه ځلې دې څوکې ته ختلې ده".
لکپا امریکا مېشتي رومانیايي غرختونکي جارج ډېجمرسیو سره واده وکړ او له هغه سره په ګډه پنځه ځلې دغه غره ته وختله.
چې واده یې وکړ نو امریکا ته لاړه خو له مېړه سره یې اړیکې سختې خرابې او په طلاق پای ته ورسېدې. اوس لکپا له خپلو دوو لوڼو او یوه زوی سره امریکا کې اوسېږي.
تر اوسه پورې لکپا د ایورېسټ غره څوکې ته له نیپالي بېرغ سره ختله خو دا ځل تکل لري چې امریکایی بېرغ هلته وټومي.
"پردیو کورونو کې مې لوښي او کالي مينځل"

د عکس سرچینه، Lhakpa Sherpa
که څه هم لکپا لاسته راوړنې درلودلې خو د رسنیو او د مالي مرستندویانو پام ور وانوښت. ډېر کلونه یې د خلکو له سترګو پنا ژوند وکړ او ورځ مزدوري به یې کوله.
"کله به مې د عمرخوړلیو خلکو خدمت کاوه، کله به مې پردي کورونه پاکول او لوښي به مې پرېمينځل. ډېرې پیسې مې نشوې ګټلی. د کالیو اخیستلو او د وېښتانو جوړولو روپۍ به مې نه لرلې. ټول فکر مې د خپلو بچیانو ساتلو ته و او ارمان به مې کاوه چې کاش بېرته ایورېسټ ته ور وګرځم"
خو دې ټولو ستونزو د هغې ارمان ونه واژه. دا دوه ځلې د یوه لارښود په توګه ایورېسټ ته وختله او څو نور ځله یې ملګرو او کورنۍ مرسته ورسره وکړه چې دې څوکې ته وخېژي.
خو هله هر څه په ډېرې چټکۍ سره بدل شول چې دې ښه انګلیسي ژبه زده کړه. دې غره ته د ختلو پر مهال مرکې وکړې او د خپل سفر په اړه به یې خبرې کولې. هماغه و چې ایورېسټ څوکې ته د نهم ځل ختلو لپاره یې یو سپانسر یا مالي ملاتړ وموند. دې د کراوډ فنډېنګ له لارې د خپل سفر لپاره بودیجه وموندله چې خلک په انلاین بڼه د چندې په ډول له بېلا بېلو سیمو د دې بانکي حساب ته پیسې ورلېږي.
یخ وهلي مړي

د عکس سرچینه، Lhakpa Sherpa
تر درو سوو ډېر خلک ایورېسټ څوکې ته د ختلو پر مهال مړه شوي دي. خو لکپا وايي چې دا هېڅکله له کومې پېښې سره نه ده مخ شوې مګر د دغه غره پر لار یې ځای ځای ګڼ مړي لیدلي چې یخ وهلي پراته وو.
په ۲۰۱۴ کې ۱۶ تنه شېرپا لارښوونکي د واورې ښوېدنې په پېښه کې هلته ووژل شول. په ۲۰۱۵ کې په ورته یوه بله پېښه کې ۲۱تنه مړه شول.
لکپا وايي، "غرونه موسمونه ټاکي. که موسم خراب وي نو موږ باید صبر وکړو. له غره سره موږ زور او ډغرې نشو وهلی"
دا وايي چې کله سړی د غره څوکې ته ورنژدې شي نو هلته اکسېجن کم او په ساه اخېستلو کې ستونزه وي. "تر اتو زرو مترو چې پورته شم نو لکه د یوه بې حسه انسان غوندې شم. هېڅ شی نشې خوړلی، هر څه یخ وهي. سړی ډارېږي".
تر اوسه تر شپږو زرو ډېر کسان ایورېسټ غره ته ختلي دي. څوک چې له دغه ستړي او ننګوونکي سفر وروسته د غره څوکې ته ورسېږي نو هلته د پاتې کېدو لپاره ډېر کم وخت لري.
لکپا وايي چې تر ټولو لوړې څوکې باندې ایله پنځه یا لس دقیقې تېرولی شي. "لومړی یو عکس اخلم. بیا د خپلو ملګرو، کورنۍ، مور او پلار، لوڼو او د ګڼو هغو کسانو په اړه فکر کوم چې زما ملاتړ یې کړی دی، او دې ته مې هم پام وي چې څنګه باید خوندي بېرته کوزه شم".
لسم ځل ایورېسټ غره ته ختل

د عکس سرچینه، Lhakpa Sherpa
لکپا وار له مخه خپلې لوڼې د ماکولا غرختونکو پنډغالي ته بېولې دي. دا د خپلې مشرې لور سوني ستاینه کوي چې غرختنې ته لېواله ده. کشرۍ لور یې شینۍ تر دې زرګونه متره لاندې د خپلې مور لار څاري چې کله بېرته وروګرځي نو مبارکي به ورکوي.
شینۍ وايي، "مور مې چې غره ته خېژي نو ډېره مې ورته اندېښنه وي. کله کله خبرې سره کوو خو په غره کې انټرنټ سم کار نه کوي. هر وخت مې چې زړه وغواړي زنګ نشم ورته وهلی".
شینۍ پوهېږي چې د غرختنې ورزش له ډېرو خطرونو ډک دی خو ډاډه او پر مور باوري ده چې هغه هر ډول خطر سره د مقابلې او په بري سره ترې د راوتلو توان لري.









