عمران خان: زما د حکومت نسکورولو لپاره د بهرنیانو په مرسته دسیسه جوړه شوې

پی ٹی آئی

د عکس سرچینه، PTV

د عکس تشریح، عمران خان د یکشنبې پر ماښام اسلام اباد کې خپلو پلویانو ته وینا کوله
    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي لندن

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تور لګولی چې سیاسي مخالفین یې د بهرنیانو په مرسته او لمسون غواړي چې د ده حکومت راوپرځوي. هغه دا څرګندونې د یکشنبې پر ماښام پلازمېنه اسلام اباد کې د خپلو پلویانو یوې جلسې ته په وینا کې کړې دي.

نوموړي د کوم هېواد یا ادارې نوم وانخیست، خو تور یې ولګاوه چې یو شمېر کسان د بهرنیانو په مرسته هڅه کوي چې د پاکستان بهرنۍ پالیسي کنترول کړي.

عمران خان په دې وینا کې د خپل حکومت د تګلارو ننګه وکړه او ادعا یې وکړه چې په تېرو درې نیمو کالو کې یې مهمې لاسته راوړنې درلودې.

د پاکستان لومړي وزیر خپل مخالف سیاسي ګوندونو تورن کړل چې د واک ترلاسه کولو لپاره د ده او د پاکستان پر ضد دسیسې جوړوي.

یاده دې وي چې د عمران سیاسي مخالفینو هم د نوموړي د حکومت پر ضد پراخ احتجاجونه او لاریونونه پیل کړي او خپل پلویان یې د پلازمېنې اسلام اباد پر لور روان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پارلمان (قامي اسمبلۍ) لومړي وزیر عمران خان ته د باور یا بې باورۍ رایې ورکولو لپاره غونډه دوشنبې ته ځنډولې،

پی ٹی آئی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان ګڼو ښارونو کې د عمران خان په ملاتړ او پر ضد یې احتجاجونه پیل شوي

د پاکستان اپوزېسیون ګوندونو پر حکومت تور پورې کړی، چې د دې غونډې لپاره د حکومتي وسایلو له لارې تبلیغات کوي، خو د دې هېواد کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد دا ادعا رد کړې ده.

شېخ رشید یوې خبري غونډې ته وویل، اسلام اباد کې به چا ته د پرلت اجازه ور نه کړي.

په ورته مهال د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند یو شمېر پلویان د شنبې پر ورځ په هغه غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته رسېدلي چې سبا دوشنبه به د پلازمېنې په سیکټر جي - ناین سیمه کې کېږي.

د غونډې ګډنوالو د سري نګر لویې لارې په شاوخوا کې خیمې وهلې او د غونډې لپاره چمتوالی کوي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند پلویان د لاریونونو په بڼه تېر پرون له کوټې او پرون له پېښوره د پلازمېنې پر لور روان شوي دي. دوی خپل لاریون ته د بیوګرانۍ پر خلاف د احتجاج نوم ورکړی.

د مریم نواز په مشرۍ د پاکستان مسلم لیګ 'ن' لاریون پرون له لاهوره روان شوی

د عکس سرچینه، Pmln

د عکس تشریح، د مریم نواز په مشرۍ د پاکستان مسلم لیګ 'ن' لاریون پرون له لاهوره روان شوی

بل لور د پاکستان مسلم لیګ ګوند پلویانو لاریون د پخواني لومړي وزیر میا نواز شریف د لور مریم نواز او پنجاب کې د اپوزېسیون مشر میا شهباز شریف په مشرتابه پرون د پنجاب ایالت له مرکزي ښار لاهوره روان شو او ګجرانواله ښارګوټي ته ورسېد.

دا لاریون نن یکشنبه له هغه ځایه د پلازمېنې پر لور خوځېدلی.

په همدې حال کې اسلام اباد پولیس وايي، ښار ته غځېدلې لارې ټولې پرانیستې دي.

اسلام اباد پولیسو په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ''له ریډ زون '' پرته چې د ورتګ لپاره مارګله واټ کاروول کېدای شي، نورې ټولې لارې پرانیستې دي.

پولیس وايي، د ګڼې ګوڼې زیاتېدو یا خنډونو رامنځته کېدو په صورت کې به ښاریانو ته معلومات ورکړي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ غړي به احتمالاً پر دوشنبه لومړي وزیر عمران خان ته د باور یا بې باورۍ لپاره رایې ورکړي.

د بې باورۍ تحریک بریالیتوب لپاره د اپوزېسیون ګوندونو اتحاد د پارلمان ۱۷۲ غړو رایې ته اړتیا لري، چې د دوی ادعا له مخې ترلاسه کوي یې، ځکه په وینا یې د واکمن ګوند یو شمېر پارلمان غړي هم له دوی سره ملګري شوي دي.

بل لور لومړی وزیر عمران خان وايي، اپوزېسیون ګوندونه به ''حیران '' کړي.