تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کېمرون کې پر قیلون بندېز ولګېد
په مرکزي افریقا کې د کېمرون چارواکو د قیلون پر څکولو بندېز لګولی دي. په کېمرون کې ۴۶ سلنه ځوانان په قیلون روږدي دي.
ځايي چارواکي وايي، چې قیلون په دې هېواد کې د هغو ځوانانو روغتیا له خطر سره مخامخ کوي چې په کورونو او قهوه خونو کې یې څکوي.
په قیلون کې له تنباکو، ګلیسرین، ذایقې او داسې مربع ډوله محلوله کار اخیستل کېږي، چې د ماهرینو په اند روغتیا ته زیان رسوي.
ډاکټران وايي، داسې ''ناسم ګومان '' شته، چې ګواکې قیلون د سګرېټو په څېر زیان نه لري.
بریتانیا کې د زړه روغتیا پالنې مرکز ماهرینو په وینا یو ساعت د قیلون څکول د ۱۰۰ سګرېټو له څکولو سره برابر دي.
قیلون د سګرېټو په څېر تنباکو لري او دغه راز د سګرېټو په څېر نیکوتین، تار، کاربن مونو اکسایډ، او قوي فلزات لکه ارسنیک او سروپ هم پکې شامل دي، چې د انساني روغتیا لپاره مضر بلل کېږي.
په دې وروستیو کې تانزانیا او سوډان کې هم پر قیلون څکولو بندیز لګول شوی دی، خو دا بنديزیونه څو ځلې مات شوی او بیا لګول شوي دي.