تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
برقي سګرېټ به د 'نسخې له مخې ورکول کېږي'
د بریتانيا د عامې روغتیا وزارت وايي له دې وروسته به برقي سګرېټ د نسخې له مخې ورکول کېږي.
دغې ادارې د يوې خپلواکې څېړنې پایلې خپرې کړي چې ښيي لږ تر شل زره کسان په کال کې د برېښنايي سګرېټو په مرسته سګرېټ څکول پرېږدي.
دغه راپور وايي برقي سګرېټ د اصلي سګرېټو پر تله ۹۵ سلنه لږ زیان اړوونکي دي.
وزارت روغتونونو ته سپارښتنه کړې چې برېښنايي سګرېټ وپلوري او ناروغانو ته د هغو د کارولو ځانګړی ځای هم برابر کړي.
دا کار کولی شي چې په ځانګړو خونو کې د ناروغانو د پاتې کېدلو لامل شي.
د بریتانیا د عامې روغتیا وزارت همداراز کارکوونکي لا ډېر دې کار ته وهڅول چې نورو ته هم دا ډول سپارښتنې وکړي.
د شمېرو له مخې، هر کال د برقي سګرېټو په مټ لږترلږه ۲۰ زره کسان له اصلي سګرېټو څکولو راګرځول کېږي.
اوس په روغتونونو کې د برقي سګرېټو د پلورلو پر وړاندیز غور کېږي.
په لندن کې د کینګز کالج یوه استاده ان ماکنیل وايي: "ډېره د اندېښنې وړ خبره ده چې لاهم ګڼ کسان د سګرېټو په ضرر نه پوهېږي".
دا وايي، کله چې خلک د تمباکو سګرېټ څکوي، په اصل کې وژونکی لوګی تېروي، چې همدا لوګی د سرطان ناروغۍ په اخته کېدو کې ۷۰ سلنه مرسته کولی شي.