''ککړه هوا ښايي په هند کې د خلکو عمر نهه کاله لنډ کړي''

د امریکا یوه څېړنیزه ډله وايي، د هوا ککړتیا به ښايي د هندیانو متوقع اوسط عمر کچه نهه کاله کمه کړي.

دغه څېړنه وايي، د هند په شمال کې ۴۸۰ میلیونه خلک ''په نړۍ کې د هوا سختې ککړتیا '' له لوړې کچې سره مخامخ دي او د وخت له تېرېدو سره د هوا ککړتیا دغه کچه نورو سیمو ته هم رسېدلې ده.

څېړنه وايي، د هوا پاک ساتلو پالیسۍ عملي کول د خلکو اوسط عمر کې پنځه کاله زیاتوالی راوستلای شي.

هندي ښارونه معمولاً د نړۍ ککړې هوا لرونکو ښارونو په کتار کې راځي او د ککړه هوا په دې هېواد کې هر کال تر یو میلیون زیات کسان وژني.

په شکاګو پوهنتون کې د انرژۍ پالیسي انسټیټیوټ (ایپیک) رپوټ وايي، په شمالي هند کې خلک ''د نړۍ بلې هرې برخې پرتله ۱۰ برابره ډېره ککړه هوا تنفس کوي. ''

رپوټ زیاتوي د هوا ککړتیا دغه لړۍ د وخت په تېرېدو سره د هند مرکزي او لویدیځو ایالتونو ته هم غځېدلې او پر اوسېدونکو یې اغیز کړی دی.

په رپوټ کې د مدهیه پردېش او مهاراشټر ایالتونو یادونه شوې چې د رپوټ له مخې د ۲۰۰۰ زېږدیز کال پرتله پکې د اوسط عمر کچه دوه نیم کاله کمه شوې ده.

د ایپیک هوا معیار شاخص رپوټ له مخې که د پلازمېنې ډیلي هوا د روغتیا نړیوال سازمان له ټاکلي معیار 10 µg/m³. سره سمه پاکه وساتل شي، د دې ښار د اوسېدونکو اوسط ژوند تر لسو کلونو پورې زیاتېدای شي.