"ککړه هوا د وګړو پر ذهانت بد اغېز کوي"

په چین کې ترسره شوې یوه نوې څېړنه ښیي چې ککړه هوا کولی شي د وګړو پر ذهانت منفي اغېز وکړي.

څېړونکي وایي، دا اغېز د ښځو پرتله پر سړیو ډېر دی، او د عمر له ډېرېدو سره لا ډېرېږي.

په څېړنه کې چینایي او امریکایي څېړونکو د څلورو کلونو لپاره د ۲۰ زره کسانو د ریاضي او ژبې برخو کې وړتیا څارلې.

څېړونکي وایي، د څېړنې پایلې د ټولې نړۍ لپاره مهمې دي، ځکه د نړۍ په کچه د ښارونو اتیا سلنه اوسېدونکي ککړه او نامناسبه هوا تنفس کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، ککړه هوا هر کال د نړۍ په کچه ۷ ملیونه خلک وژني.

څېړنه همدا رنګه زیاتوي چې ککړه هوا په پاخه عمر کې د انسانانو پر حافظې هم منفي اغېز لري.

وروستۍ څېړنه د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ پر هغو نارینه و او ښځو ترسره شوې چې عمرونه یې له لسو کلونو پورته وو.

له دوی څخه د ریاضي برخه کې ۲۴ او د ژبې برخه کې ۳۴ پوښتنې شوې دي.

له پایلو جوته شوې چې هغه خلک چې په لویو ښارونو او ککړې هوا کې اوسي، د پوښتنو په ځوابولو کې دومره نه دي ځلېدلي لکه د پاکو ښارونو اوسېدونکي.

څېړنه وایي، په ککړه هوا کې شاملې ګڼ شمېر ذرې کولی شي چې د وګړو پر مغزو بد اغېز وکړي.

ځینې دا ذرې ان کولی شي د خلکو رواني روغتیا اغېزمنه کړي او پر ژور خپګان یې اخته کړي.

که څه هم دا څېړنه په چین کې ترسره شوې، خو څېړونکي وایي پایلې یې د هغو مخ پر ودې هېوادونو لپاره هم مهمې دي چې د ښارونو هوا یې ډېره ککړه ده.