استرالیا کې سېلابونه؛ ۱۸ زره کسان خوندي ځایونو ته ایستل شوي دي

د عکس سرچینه، REUTERS
د استرالیا نیو ساوت وېلز ایالت کې د څو پرله پسې ورځو ورښتونو پایله کې د سېلابونو د راوتلو له کبله ۱۸ زره کسان خوندي سیمو ته ایستل شوي دي.
رپوټونه وايي دغو سیلابونو د استرالیا د دغه ګڼ مېشتي ایالت په ډېرو سیمو کې سیندونه او بندونه ډک کړي او اوبو ترې استوګنیزو سیمو ته لاره کړې ده.
د نیو ساوت وېلز ایالتي چارواکو ويلي هوا او وضعیت ښايي څو نورې ورځې هم همداسې وي او خلک باید محتاط واوسي.
د استرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسن خوندي سیمو ته د خلکو د ایستلو او مرستو لپاره اضطراري بودیجه ځانګړې کړې ده.
وړاندوینه شوې چې د سیډني شمال لویدیځ کې د هاوکسبري سیند اوبه به د دوشنبې پر ورځ (د مارچ ۲۲مه) د ۱۹۶۱ له ویجاړونکي طغیان را وروسته تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي.
ویل کېږي واراګامبا بند کې هم، چې د سیډني ښار د اوبو اصلي سرچینه بلل کېږي، په وروستیو کلونو کې په لومړي ځل اوبه له څنډو اوښتې دي.
حکومت د بې ځایه شویو خلکو د اوسېدو لپاره اووه بېړني استوګنځي جوړ کړي.
د دې تمه نه کېږي چې دغه سیلابونه دې تر راتلونکې پنجشنبې راکم شي.

د عکس سرچینه، EPA
د نیو ساوت وېلز لومړۍ وزیرې ګلډېس برجیکلیان ویلي دغو سیلابونو اغېزمنې کړې ټولنې تېر اوړی وچکالۍ او ځنګلي اورلګېدنو هم زیانمنې کړې وې.
هغې اوسنی وضعیت د دغه ایالت تاریخ کې کمساری بللی دی.
ویل کېږې ډېر پلونه او سړکونه تړل شوي، تر ۱۰۰ ډېر ښوونځي هم رخصت شوي او د سیډني د شمال په ۱۱۷ کیلومترۍ کې له نیوکاسل هوايي ډګر الوتنې هم ځنډول شوې دي.
د سیډني ځینو اوسېدونکو خپلو کورونو ته نږدې د سړکونو تصویرونه چې اوبو لاندې کړي، خواله رسنیو ته پورته کړي دي.
د اسټرالیا د ۲۵ میلیون وګړو یو پر درېمه برخه په نیو ساوت وېلز کې اوسي.










