وحید عمر: د "۹۱ کوډ" بودیجه پارلمان تصویب کړې، فساد پکې نه دی شوی

عمر

د عکس سرچینه، GMIC Afghanistan

د عکس تشریح، وحید عمر د یکشنبې پر ورځ کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو سلاکار او د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې مشر وحید عمر وايي، د ۹۱ کوډ په نامه د ځینو دولتي چارو لپاره ځانګړې شوې بودیجه د حکومت د بودیجې برخه ده او دې برخه کې د فساد تورونه بې بنسټه دي.

نوموړی وایي، هغه پیسې چې د دوی همکارانو یې له دې بودیجې د معاش په توګه ترلاسه کوي کومه غیر معمولي خبر نه ده، بلکې دولت خپلو مامورینو ته معاش ورکوي.

د یکشنبې پر ورځ کابل کې د خبرو پر مهال ښاغلي وحید عمر وویل، د ۹۱ کوډ پیسې هم حکومتي بودیجې د یوې برخې په توګه د پارلمان لخوا تصویب شوې دي.

هغه یو شمېر سیاستوال او د ولسي جرګې غړي هم وننګول چې پر دې ځانګړې بودیجې د نیوکو پر ځای دې خلکو ته د خپلو شتمنیو په اړه حساب ورکړي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان ولسي جرګې په رسنیو کې د ۹۱ کوډ بودیجې په اړه د رپوټونو تر خپرېدو وروسته سخت غبرګونونه ښوولي وو او پر حکومت یې د فساد تورونه ولګول.

دا نیوکې هله پیل شوې چې د (اطلاعات روز) په نامه ورځپاڼې د دې ځانګړې بودیجې په اړه ځینې اسناد خپاره کړل او تور یې پورې کړ چې له دې بودیجې سلګونه میلیونه افغانۍ د شخصي لګښتونو لپاره لګول شوې دي.

د "۹۱ کوډ" بودیجه د څه لپاره ځانګړې شوې؟

جرګه

د عکس سرچینه، Wolesi Jirga

د عکس تشریح، د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د ۹۱ کوډ بودیجه کې فساد شوی دی

د افغان ولسمشر سلاکار او د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې مشر وحید عمر د دې نیوکې په ځواب کې وايي، ۹۱ کوډ پیسې هغو لګښتونو لپاره ځانګړې شوې دي چې د کال په پیل کې په عادي بودیجه کې یې وړاندوینه نه وي شوې.

ښاغلی عمر وایي، له دغه کوډه د پیسو د لګښت واک هم له ولسمشر سره دی، او د مالیې وزارت او د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادارې سره هم همغږۍ د ولسمشر په امر لګول کېږي.

نوموړي ومنله چې د دوی د یو شمېر همکارانو معاشونه او امتیازونه هم له همدې کوډ څخه ورکول شوي دي، او په دې اړه ټول حسابونه پاک او راڼه دي.

د ښاغلي عمر په وینا هغه سندونه چې څو ورځې مخکې رسنیو کې خپاره شول، په ۱۳۹۸ کال کې هم خپاره شوي وو، چې حکومت یې په اړه ځینې ګامونه هم واخیستل.

وحید عمر د یکشنبې پر ورځ خبري غونډه کې د ځینو هغو سیاستوالو او ولسي جرګې د یو شمېر غړو نومونه هم یاد کړل چې د ۹۱ کوډ د لګښتونو پر بڼې یې نیوکې کړې وې او ویلي یې وو له ۹۱ کوډ څخه د ایستل شویو غیر قانوني لګښتونو په اړه دې څېړنه وشي.

د ولسي جرګې یو شمېر استازو دا هم ویلي یو شمېر حکومتي چارواکي یوازې د خپلو شخصي ګټو په غم کې دي او د ملت پالنې هېڅ فکر ورسره نشته.

خو ښاغلي عمر دوی وننګول چې پر حکومت له نیوکو وړاندې د خپلو شتمنیو حساب دې هم ورکړي.