ټرمپ: امریکا د افغان جګړې پر ختمولو کار کوي؛ ډېر ژر به پوځیان وباسو

ترامپ

د عکس سرچینه، UNTV

د عکس تشریح، ولسمشر ټرمپ وایي، سوله کوي، خو له پیاوړي دریځه یې کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د روانې جګړې په ختموولو بوخت دی.‌ د ملګرو ملتونو د عمومي‌ اسمبلۍ ۷۵مې ناستې ته په خپله وینا کې ولسمشر ټرمپ وویل،‌ ډېر ژر به له افغانستانه خپل پوځیان وباسي.‌

ولسمشر ټرمپ پرته له دې چې د چا نوم واخلي وویل، د امریکا پخوانیو حکومتونو خپل خلک له پامه غورځولي وو او ناکامه هوکړې یې کړې وې.

نوموړي زیاته کړه، امریکا په نړۍ کې سوله غواړي، خو په دې سوله کې امریکا له یوه ځواکمن دریځه خپله خبره کوي.‌

د ولسمشر ټرمپ له دې وروستیو څرګندونو سره هممهاله په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي‌ پلاوو ترمنځ بین الافغاني خبرې دوام لري.‌

تر دې دمه دواړه خواوې نه دي توانېدلې چې د دې خبرو لپاره په یوه طرزالعمل سره سلا شي،‌ او له همدې کبله اصلي خبرې هم تر اوسه نه دي پیل شوي.‌

د افغان جګړې په اړه د ولسمشر ټرمپ دریځ:

ټرمپ او جنرال مکماسټر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر ټرمپ د خپلې واکمنۍ له پیله ټینګار کوي چې له افغانستان به امریکایي پوځیان وباسي

دا لومړی ځل نه دی چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د ایستلو او په دې هېواد کې د روانې جګړې د ختمولو خبره کوي.‌

نوموړي د خپلې لومړۍ دورې د پیل له ورځو بیا بیا ویلي چې نور نه غواړي امریکایي پوځیان په افغانستان کې د پولیسو رول ترسره کړي.

ښاغلي ټرمپ دوه ورځې وړاندې هم ویلي وو چې طالبان هوښیار او کلک خلک دي، خو دوی هم په افغانستان کې له روانې ۱۹ کلنې جګړې ستړي شوي‌ دي او سوله غواړي.‌

ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې روانه جګړه د خپل ټاکنیز کمپاین یوه مهمه برخه بولي او تل تینګار کوي‌ چې دې جګړې ته به بلاخره د پای ټکی ږدي.

خو په ورته وخت کې د امریکا یو شمېر پخواني او اوسني پوځي او غیر پوځي چارواکي استدلال کوي چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ کړنلاره ناکامه ده.‌

د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار جنرال هربرټ مکماسټر دوه ورځې مخکې (سي بي اېس) تلویزیوني شبکې سره یوه مرکه کې وویل،‌ ولسمشر ټرمپ د افغان حکومت پر ضد د طالبانو ملګرتیا کوي.

په تېرو کلونو کې یو شمېر نورو امریکایي چارواکو هم ویلي چې په بیړه له افغانستانه د امریکایي پوځیانو ایستل به یوه تېروتنه وي.‌

د ولسمشر ټرمپ د وینا نور مهم ټکي‌ څه وو؟

تړون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر ټرمپ ویلي، د ده سیاست له برکته منځني ختیځ کې د سولې تړونونه وشول

سږ کال د کووېډ-۱۹ وبا له کبله د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د نړۍ مشرانو له خپلو هېوادونو ویناوې وکړې.

ولسمشر ټرمپ هم دا ځل له سپینې ماڼۍ نه شاوخوا لس دقیقې وینا کې پر کورونا وېروس، پر ایران د بندیزونو، منځني ختیځ کې د سولې تړونونو او ځینو نورو موضوعاتو خبرې وکړې.‌

نوموړي یو ځل بیا پر چین تور پورې کړ چې د کورونا وېروس خپرېدو کې یې لاس درلود او نړۍ یې له دې وېروسه پر وخت خبره نه کړه.

نوموړي همدا راز په ویاړ وویل چې د ده سیاست له برکته په منځني ختیځ کې د اماراتو او اسرائیل، او همدا راز د بحرین او اسرائیل ترمنځ د سولې تړون وشو.

ښاغلي‌ ټرمپ د ایران اتومي پروګرام ته هم اشاره وکړه او پر دې هېواد یې د بندیزونو بیا لګولو په تړاو د خپلې پرېکړې ننګونه وکړه.‌

د امریکا کورنیو مسلو ته په اشارې سره ولسمشر ټرمپ ادعا وکړه چې د امریکا په تاریخ کې یې تر ټولو پیاوړی اقتصاد رامنځته کړی دی.‌