په امریکا کې د ټېک ټاک دوه کاروونکي ولې جریمه شول؟

برایس هال او بلېک ګرې پر ټېک ټاک خواله رسنۍ میلیونه پلویان یا فالورز لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، برایس هال او بلېک ګرې پر ټېک ټاک خواله رسنۍ میلیونه پلویان یا فالورز لري.

د لاس انجلس چارواکي وايي، د ټېک ټاک هغه دوه مشهور کاروونکي يې جریمه کړي چې د کورونا وېروس له کبله پر رامنځ ته شوي ټولبندیز سربېره يې کور کې مېلمستیاوې یا پارټۍ جوړې کړې وې. د دوی په خبره، دغو کسانو له وضع شویو محدودیتونو سرغړونه کړې.

برایس هال او بلېک ګرې پر ټېک ټاک خواله رسنۍ میلیونه پلویان یا فالورز لري. دوی له دې کبله له نیوکو سره مخ شوي چې ولې يې د وبا پر مهال ډېر خلک مېلمانه کړي وو.

د لاس انجلس ښار د محکمې څارنوال مایک فيور د دوی دا وړ راټولېدنه 'مسولیت نه منونکی' کار بللی.

که چېرې دغه دوه ټېک ټاکران ګرم وپېژندل شي نو تر دوو زرو ډالرو ډېر جریمه او تر یوه کاله بندي کېدلی شي.

د همدې روانې میاشتې په لومړیو کې مسولانو په هالي ووډ غره کې پر هغه کور هم اوبه او برېښنا پرې کړه چې دغو کسانو له یوه بل تن سره په ګډه په کرایه نیولی و.

مسولانو په هالي ووډ غره کې پر هغه کور هم اوبه او برېښنا پرې کړه چې دغو کسانو له یوه بل تن سره په ګډه په کرایه نیولی و.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مسولانو په هالي ووډ غره کې پر هغه کور هم اوبه او برېښنا پرې کړه چې دغو کسانو له یوه بل تن سره په ګډه په کرایه نیولی و.

پرون جمعه (وږي ۷/ اګست ۲۸) برایس هال او بلېک ګرې په لاس انجلس کې په کور د پاتېدو له امره په سرغړونه او له شوراو ځوږه د ډکو مېلمستیاو یا پارټیو په جوړولو تورن شول.

په یوه خبري کنفرانس کې څارنوال مایک فیور وویل چې په کور دننه ميلمستیاوې یا غونډې په پراخه کچه د کورونا وېروس د خپرېدو سبب کېږي.

د لاس انجلس ټایمز ورځپانې له مخې، دغو دوو کسانو د اګست پر ۸ او ۱۴ په اجاره شویو کورونو کې مېلمستیاوې جوړې وې چې پولیسو پرې بندې کړې.

د اګست پر څوارلسمه د دې جوړې له منځه د ښاغلي هال ۲۱ کلیزه وه. پر خواله رسنیو په خپرو شویو عکسونو کې ښکاري چې ګڼ ځوانان په یوه کوټه کې سره ورټول دي.

کالفورنیا د امریکا هغه ایالت دی چې کورونا وېروس سخت ځپلی دی. هلته تر ۶۸۳ زرو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې او تر ۱۲ زرو زیات کسان يې مړه کړي دي.

اوس هم له دغه ایالته په لوړه کچه د پېښو خبرونه ورکول کېږي.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خبره، تر اوسه پر دغو کسانو د لګېدلو تورونه په هکله د دوی استازو کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی. خو پخپله ښاغلي هال TMZ خبري پاڼې ته په دې اړه ویلي چې پر خپل کړي کار پښېمانه دی.