کورونا وېروس: امریکا کې له درې میلیونو ډېر کسان پرې اخته شول

د عکس سرچینه، Getty Images
د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې په امریکا متحدو ایالتونو کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر له درې میلیونو کسانو اوښتی دی.
په متحدو ایالتونو کې د دغې ناروغۍ له کبله د مړو کسانو شمېر ۱۳۱ زره کسانو ته رسېږي.
سره له دې چې د سې شنبې په ورځ امریکا د کورونا وېروس د نویو پېښو له پلوه ریکارډ جوړ کړ، خو بیا هم د ولسمشر ټرمپ ادارې د ښوونځيو د بېرته پرانيستو غوښتنه کړې ده.
مرستيال ولسمشر او د سپینې ماڼۍ د کورونا وېروس سره د مبارزې د کارډلې مشر مايک پېنس وايي اوس د دې وخت رسېدلى، چې ماشومان بيرته ښوونځيو ته لاړ شي.
بل لور ته په دغه هېواد کې دوو 'هارورډ او ایم ای ټي ' معتبرو پوهنتونونو د تعلیمي ویزې یوه اړوند قانون په تړاو پرېکړه کړې چې د حکومت خلاف محکمې ته عریضه وکړي.
د پوهنتونونو مسوولین وايي، د دغه قانون له کبله به نړیوال محصلین اړ شي، چې له امریکا ووځي.
د ټرمپ حکومت د دغه قانون له مخې که بهرني محصلین د سږ کال په مني کې په پوهنتون کې شخصي حضور ته اړتیا و نه لري، نو په هېواد کې د اوسېدو اجازه به هم و نه لري.
د یادونې ده چې د کورونا وبا مخنیوي قرنطین له کبله ډېری پوهنتونونه له انلاین لارې زده کړې ورکوي.
ایران کې د پسرلي موسم کې تر پنځو کلونو د مړینې شمېرې ۲۱ سلنه ډېرې دي

د عکس سرچینه، Meher
د بي بي سي معلومات ښيي چې په ایران کې د کورونا وېروس قربانیانو شمېر د پسرلي تر پایه ښايي ۲۶ زره کسانو ته ورسېږي چې د هغو رسمي شمېرو پرتله دوه برابره ډېر دی چې د چنګاښ میاشتې تر لومړیو پورې اعلان شوې دي.
د دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت رسمي شمېرې ښيي چې د پسرلي په دریو میاشتو کې ۸۳۳۹ تنه مړه شوي دي، خو د ایران ثبت احوال ادارې د تېرو کلونو پرتله له ۱۹ زرو د ډېرو کسانو مړینه ثبت کړې ده.
د اضافي مړینې اړوند جغرافیايي معلومات ښيي چې دغه مړینه په کورونا وېروس پورې تړاو لري.
د دې شمېرو پر بنسټ ویل کېږي، چې د پسرلي په اوږدو کې د مړینې شمېر ښايي د ایران روغتیا وزارت د شمېرو پرتله دوه برابره شي.
د ۱۳۹۹-۹۸ کلونو د ژمي مړینې شمېرو او دغه راز پر واټونو د ترافیکي پېښو مړینې شمېرو په پام کې نیولو سره په ایران کې د اضافي مړینې شمېرې ۲۶ زره کسانو ته رسېږي، چې د کورونا مړینې شمېرو دوه برابره کېږي.
په افغانستان کې سروې
د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، یوه سروې یې پیل کړې چې معلومه کړي، په هېواد کې د کورونا ناروغانو کره شمېر څومره دی او څومره کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.
د کابل عامې روغتیا مشر خوشحال نبي زاده د سې شنبې پر ورځ چنګاښ (۱۸) بي بي سي ته وویل، هغه شمېرې چې د عامې روغتیا وزارت یې رسماً هره ورځ خپروي د هغو کسانو دي چې د معایناتو یا درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته ورځي.
د نوموړي په خبره دغه شمېرې د کورونا وېروس د ناروغانو کره شمېر نه ښيي او له همدې کبله د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د کره شمېرو موندلو لپاره د نوې سروې امر کړی دی.
ښاغلی نبي زاده وايي، د افغانستان احصایې ملي ادارې په مرسته به په ۲۰ ورځو کې دغه سروې بشپړه شي، چې پرون پیل شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
روغتیايي چارواکي وايي، دغه سروې به د معایناتو بېلګې اخیستو په بڼه او د پوښتنو په توګه په ټول افغانستان کې تر سره کېږي او د ټول نفوس استازیتوب به کوي.
د ښاغلي نبي زاده په وینا د سروې پایلې به د وروسته اقداماتو او پلانونو لپاره مرسته وکړي.
دغه سروې په داسې حال کې پېلېږي، چې د روغتیا وزارت وروستیو ورځو شمېرې د نویو ناروغانو په شمېر کې کموالی ښيي.
ځینې په دې باور دي، چې اوس د کورونا ډېری نوي ناروغان د ازموینو لپاره روغتیايي مرکزونو ته د تلو پر ځای ځان په کور کې قرنطین کوي او که روغتیايي حالت یې جدي نه شي، د رنځ موده په کور کې تېروي.

د عکس سرچینه، Reuters
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ۲۱۰ نویو ناروغانو نومونه ثبت کړي دي، چې په هېواد کې د کوویډ -۱۹ ناروغانو ټول شمېر ورسره ۳۳ زره او ۹۳۷ کسانو ته رسېدلی دی.
په افغانستان کې د دغې وبا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۹۳۷ تنو ته رسېدلی دی.








