ټېک ټاک: تر ډېره وخته به امریکا کې فعال یو

د عکس سرچینه، Reuters
په امریکا کې د یوه چینايي شرکت ملکیت ټېک ټاک ویډیويي کاریال یا اپلیکېشن مشره وايي، 'تر ډېره وخته به دلته فعال یو. '
ونیسا پاپاس دغه څرګندونې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغو خبرو وروسته کړې، چې وايي، په امریکا کې به پر ټېک ټاک بندیز ولګوي.
اغلې پاپاس ټېک ټاک کاروونکو ته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، ټېک ټاک کارکوونکي د یوه 'لا خوندي اپلیکېشن ' لپاره کار کوي.
وړاندې د امریکا امنیتي چارواکو د ټیکټاک کاروونکو د معلوماتو د امنیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.
ښاغلي ټرمپ له خبریالانو سره خبرو کې ویلي و، ژر به په دې اړه یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړي.
په امریکا کې هر میاشت تر ۸۰ میلیونو پورې کسان دغه اپلیکېشن کاروي او پر ټېک ټاک بندیز به د بایټ ډانس نومي چینايي شرکت لپاره سخت ګوزار وي، چې د ټېک ټاک ملکیت لري.
سملاسي معلومه نه ده چې ښاغلی ټرمپ به د کوم اختیار له مخې پر ټېک ټاک بندیز لګوي، څنګه به دغه بندیز پلی کېږي او له څه ډول قانوني ننګونو سره به مخامخ شي.
پخپله د ټېک ټاک شرکت هغه تورونه رد کړي چې ګواکې د چینایي حکومت په کنترول کې دي او د امریکایي وګړو مالومات ورسره شریکوي.
د ټرمپ اداره له څه مودې راهیسې په دې هڅه کې وه چې دغه چینایی شرکت دې ته اړ باسي چې تېک ټاک کې خپلې ونډې پر امریکا وپلوري.
تېره ورځ امریکا کې د "بلومبرګ" او "وال سټریټ جورنال" په ګډون ځینو خبري رسنیو پر یوه امریکايي شرکت د "بایټ ډنس" شرکت د پلورل کېدو خبر خپور کړی و.
د رپوټونو له مخې، ښايي "مایکروسافټ" شرکت د ټېکټاک یو احتمالي مشتري وي.
ټېک ټاک څه شی دی؟

د عکس سرچینه، Reuters
ټیکټاک د ۲۰۱۸ کال اګسټ میاشت کې له امریکايي "موزیکال لي" شرکت سره په یوځای کېدو ټوله نړۍ کې ډېر کارنده کاریال شو.
ټیکټاک په خواله رسنیو د وېډیو شریکولو تر ټولو چټک کاریال دی.
تر اوسه د ټیکټاک د کارنو دقیق شمېر نه دی روښانه شوی، خو د رپوټونو له مخې، دغه کاریال تر یو میلیارد ډېر ځله ډاونلوډ شوی دی.
ټیکټاک په امریکا کې د مور او پلار له اجازې پرته تر ۱۳ کلونو د ټیټ عمره ماشومانو د شخصي معلوماتو راغونډولو له امله جریمه شوی و.
پر ټېک ټاک څه ډول مواد خپرېږي؟

ټیکتاک د یوټیوب په بڼه یو وړیا کوچنی کاریال دی. کارن یې تر یوې دقیقې وېډیوګانې پرې خپرولی شي او له ډېرو زیاتو چاڼ سندرو یې غوره کولی شي.
تفریحي وېډیوګانې او د فلمونو ځینې صحنې یې تر ډېره د لیدونکو پر شونډو موسکا راولي.
کله چې یو کارن تر ۱۰۰۰ ډېر مینه وال ولري، خپلو مینه والو ته په ژوندۍ بڼه وېډیوګانې هم خپرولی شي او داسې ډیجیټلي ډالۍ ترلاسه کوي چې پر پیسو بدلېدلی شي.
ټیکټاک د هغو خلکو وېډیويي کلېپونه هم ښيي چې د کارن مینه وال وي، چې کاریال یې د هغوی د مخکینۍ مشاهدې پر بنسټ غوره کوي.
د کارنو ترمنځ شخصي پیغامونه هم لېږل کېدای شي.
له چین سره د ټېکټاک تړاو څه دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ټیکټاک په درېیو بېلابېلو کاریالونو پیل شوی دی.
لومړی یې د Musical.ly په نوم امریکایی کاریال و، چې په ۲۰۱۶ کال د چین د ټیکنالوجۍ لوی شرکت بایټډانس (ByteDance) په چین کې دې ته ورته (Douyin) کاریال جوړ کړ.
بایټډانس په بېل نوم - ټیکټاک- په نړیواله کچه پراخ شو.
په ۲۰۱۸ کې بایټډانس Musical وپېره او د ټیکټاک یوه برخه یې وګرځاوه.
بایټډانس هڅه وکړه چې خپل کاریالونه د چین له ملکیت وباسي او د ډیزني شرکت مخکېنی اجرایوي مشر کېون مېیر یې د ټیکټاک شرکت اجرایوي مشر وټاکه.
ټېکټاک څومره ډېټا (معلومات) راغونډوي؟
ټیکټاک له خپلو کارنو ډېر زیات معلومات راغونډوي، چې دا لاندې پکې شامل دي:
- هغه وېډیوګانې چې کتل شوې او تبصرې پرې شوې
- د ځای په اړه معلومات
- د ټیلیفون ماډل او کارېدلی چلیځ سیستم
- کله چې خلک یوڅه لیکي، د کیلیو غږ










