پر کونړ د پاکستان توغندیز بریدونه؛ افغان حکومت او طالبان پر یو بل پړه ور اچوي

د عکس سرچینه، ONSC
- Author, ذبیح الله رحیمزی
- دنده, ننګرهار
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، طالبانو پاکستان ته دا فرصت ورکړی چې پر کونړ ولایت توغندي وتوغوي. ښاغلي محب سې شنبه ننګرهار او کونړ ولایتونو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې ویلي، پاکستان ته به اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان په خاوره کې رامخې ته شي او پوځي تاسیسات جوړ کړي.
"د طالب متحد زما سره په پوله جنګ لري. دروازې ږدي. اغزن تار لګوي. زما په هېواد کې نه مکتب پرېږدي، نه روغتون او نه مسجد پرېږدي. د دروازې او اغزن تار فرصت څوک ورکوي؟ دوی کوم جرات لري چې په افغان خاوره اغزن تار تېر کړي. د همدې افزار له امله. همدا طالب چې په کوټه کې ناست دی ".
د کابل او اسلام آباد ترمنځ پر ډيورند کرښه د ودانيزو چارو او راکټي بريدونو پر سر د سياسي ترينګلتیا سر همهاله د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار د امنيتي وضيعت د ارزونې لپاره ختيځو ولايتونو ته تللی و.
ښاغلي حمدالله محب په ختيځ ښار جلال اباد کې د ولسي خلکو او ځایي چارواکو ګډې ناستې ته وويل، که چېرې په ډيورند کرښه دروازه جوړه شي، ورانه به یې کړي.
د دې سفرونو پر مهال د کونړ او ننګرهار ځايي خلکو او چارواکو د امنيت شورا سلاکار ته ویلي، لشکر طيبه او نورې بهرنۍ وسله والې ډلې له طالبانو سره يو ځای پلان لري چې د يادو ولايتونو امنيتي وضیعت وننګوي.
د طالبانو غبرګون:
خو وسله والو طالبانو د افغان چارواکو دا تورونه رد او بې بنسټه بللي دي. د يادې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، په افغانستان کې د ستونزو لامل د بهرنیو ځواکونو شتون او په حکومت کې فساد دی.
د طالبانو ویاند پر ډيورنډ کرښه ستونزې د افغان حکومت بې کفايتي یاده کړې ده. ښاغلي مجاهد بي بي سي ته وویل:
"په کونړ او د هېواد په نورو سيمو او ولسوالیو کې چې زموږ واک پکې دی، بهرني اتباع شتون نه لري او نه ورته موږ اجازه ورکوو. دا پروپاګند د دې لپاره دی چې بې باورۍ رامنځته کړي. د سولې توافق او راتلونو نورو مسلو په هکله بې باورۍ لپاره هڅې دي. د دوښمن پروپاګند په جديت ردوو. دا هسې تورونه دي ".
"د پاکستان توغندیز بریدونه نور بې ځوابه نه پاتې کېږي"

د عکس سرچینه، ONSC
حمد الله محب تر ننګرهار وروسته په ختيځ کې د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ کې هغې کورنۍ هم ته ورغی چې پنځه ورځې وړاندې یې د ډیورنډ کرښې له هغه ډډې په توغول شوې ګولۍ ۴ غړي وژل شوي وو.
ښاغلي محب د وژل شوې کورنۍ غړو سره په خبرو کې وویل، نور به د پاکستان توغنديز بريدونه بې ځوابه نه پاتې کېږي.
"که دوی په دې فکر وي چې دوی به دلته راکټ راغورځوي او بې ځوابه به پاتې کېږي. دا به يو خوب او خیال وي. کونړ اتلس کلونو کې د همدې فاجعې شاهد دی. دوی په يوه بهانه او بله بهانه راکټونه راغوځوي چې له کرښې راتېر شي او دلته پوستې جوړې کړي او دلته وحشت خپور او خلک له سيمې کډه او دوی خپلو شومو موخو ته ورسېږي ".
په کونړ او ننګرهار کې څه تېرېږي؟
تېره اوونۍ له ډيورند کرښې هاخوا د کونړ په سرکاڼو او مرورې ولسواليو د افغان ځواکونو پر پوستو او د خلکو په کورونو توغنديز بريدونه وشول چې په کې اته ملکيان ووژل شول او ۱۱ نور ژوبل شول.
د سرکاڼو په ناوه پاس کې افغان او پاکستاني ځواکونه هم په نښته سره واوښتل او پنځه ساعته یې يو پر بل ګولۍ وارولې.
افغان حکومت ويلي، د پاکستان د توغندیزو بریدونو په اړه يې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته شکايت کړی او کابل کې يې د پاکستان سفير ور احضار کړی دی.
اسلام اباد د ښاغلي محب د څرګندونو په هکله څه نه دي ويلي، خو له دې یې وړاندې يې د توغندیزو بريدونو لامل د پاکستان پر ضد د افغانستان له خاورې د وسله والو فعالیت بللی دی.
پاکستان په دې وروستيو کې د ننګرهار په دور بابا کې مشهورې پلې لار څڅوبي کې دروازې کېښودې او خلکو پرې پراخ غبرګون وښود. ترهمدې تېرې ورځې هم د کونړ په شلطن او مروروې ولسوالیو توغندیز بريدونه روان وو.









