بریتانیا د هانګ کانګ ۳ میلیونو اوسېدونکو ته د تابعیت ورکولو وړاندیز وکړ

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن اعلان کړی دی چې د هانګ کانګ شاوخوا درې میلیونه وګړو ته به دا چانس ورکول کېږي چې بریتانیا راشي، دې هېواد کې مېشت شي او بلاخره د بریتانیا تابعیت ترلاسه کړي.

بریتانیا دا پرېکړه وروسته له هغه کوي چې د هانګ کانګ چارواکو دې سیمه کې نوی امنیتي قانون پلی کړی.

دا قانون هغه اعتراض کوونکي په نښه کوي چې له څه مودې راهیسې د هانګ کانګ پر چارو د چین د کنترول پر ضد لاریونونه او احتجاجونه کوي.

ښاغلي جانسن نن چارشنبه پارلمان ته د وینا پر مهال وویل، د هانګ کانګ نوی امنیتي‌ قانون د وګړو ازادي تر پښو لاندې کوي، او هغه کسان چې له دې قانونه اغېزمن کېږي، کولی شي چې بریتانیا کې مېشت شي.

هانګ کانګ د بریتانیا پخوانۍ مستعمره ده، چې شاوخوا درې نیم لکه اوسېدونکي یې وار د مخه د بریتانیا پاسپورټونه لري.

پر دې کسانو سربېره شاوخوا دوه اعشاریه شپږ میلیونه نور اوسېدونکي یې هم د دې اعلان له مخې بریتانیا ته د پنځو کلونو لپاره راتلی شي، له له دې مودې وروسته تابعیت ترلاسه کولی شي.

د بریتانیا د حکومت د پلان له مخې دا کسان به کولی شي چې بریتانیا کې پاتې شي، کار وکړي او زدکړې وکړي.

بریتانیا ولې دا علان کوي؟

هانګ کانګ کې ګڼ شمېر وګړي له ډېرې مودې راهیسې په خپلو چارو کې د چین لاسوهنې او کنترول پر ضد اعتراضونه کوي.

د سې شنبې پر ورځ د هانګ کانګ ځایي ادارې د نوي امنیتي قانون اعلان وکړ، چې له مخې یې په دې سیمه کې روان احتجاجونه ناقانونه اعلان شول.‌

چین په ۱۹۹۷ کال کې له بریتانیا نه د هانګ کانګ واګې ترلاسه کړې وې.

خو تر هغه وړاندې په ۱۹۸۵ کال کې د چین او بریتانیا ترمنځ په دې اړه یو تړون شوی و.

په دې تړون کې هوکړه شوې وه چې چین ته د هانګ کانګ واګو له سپارلو وروسته به هانګ کانګ تر پنځوسو کلونو پورې په ځینو چارو کې خپلواکه وي.

اوس چې د هانګ کانګ چارواکو د نوي امنیتي‌ قانون په نامه کوم پروګرام پلی کړی، بریتانیا تور لګوي چې دا د ۱۹۸۵ کاله له تړونه ښکاره سرغړونه ده.‌

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانس ویلي، چین ته یې ښکاره ویلي‌ چې که خپلې تګلارې ته دوام ورکړي نو بریتانیا به هانګ کانګ کې هغو کسانو ته چې د بریتانیا پاسپورټونه لري، اجازه ورکړي چې د پنځو کلونو لپاره بریتانیا ته راشي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامېنېک راب ویلي، له هانګ کانګ نه بریتانیا ته د راتلونکو کسانو پر شمېر کوم محدودیت نشته، او پروسه به یې هم ډېره ساده وي.