د چین نوی قانون د هانګ کانګ 'کورواکي ختمولی' شي

د چین حکومت په هانګ کانګ کې داسې امنیتي قانون په پام کې نیولی چې ممکن په هانګ کانګ کې ور سره نوې مظاهرې پیل شي.

د دې قانون له مخې، هر هغه اعتراض منع شوی چې "بلوا یا بېلتون غوښتنه" وبلل شي.

د چین رسنۍ دا قانون د ملي امنیت ملاتړی، خو مخالفان یې د هانګ کانګ د کورواکۍ ختمولو په مانو بولي.

تېرو څو کلونو کې هنکانګي معترضان د هغه څه لپاره سړکونو ته وویل، چې د هانګ کانګ د کورواکۍ د ګام په ګام ختمول او د بېجېنګ له خوا د دې سیمې د کنترول ولکه کول یې بولي.

په شانګهای کې د بي بي سي خبریال رابین برنټ وايي، دا نوې لایحه- چې ممکن بیا مظاهرې را پورته کړي- په بېجینګ کې مرکزي حکومت ته اجازه ور کوي چې د هانګ کانګ د ځايي چارواکو واک ته له پام پرته دې کورواکه ټاپو وزمه کې خپل پام وړ بدلون پلی کړي.

هانګ کانګ کې د برتانیا وروستی والي کریس پټن وايي، دا نوی قانون که تصویب شي "د هانکانګ پر کورواکۍ پوره برید دی".

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی که بېجینګ دا لایحه عملي کړي، نو واشنګټن به غبرګون وښيي.

د دې خبر له امله نن هانګ کانګی ډالر په نړیوال بازار کې ډېر غورځېدلی دی.

نږدې یو کال مخکې هانګ کانګ کې مظاهرې وې، چې کله کله په تاوتریخوالي هم اوښتې.

د دې سیمې میلیونونو خلکو د تنخا او ډېرې ازادۍ لپاره دا لاریونونه کول.

هانګ کانګ کې د تېر کال له جون نارامي هغه مهال پیل شوه چې دې سیمې چین ته د مجرمان سپارلو لایحه تصویب کړه.

که څه هم وروسته دا لایحه ختمه شوه، خو د ولسواکي پلوه کسانو غوښتنې ډېرې او مظاهرې اوږدې شوې.

د دې قانون لغوه کېدو غوښتنه یې له چین د ډېرې خپلواکۍ په غوښتلو بدله شوه.

له ۱۹۹۷ کال راهیسې چې برتانیا له ۱۵۰ کاله واکمنۍ وروسته هانګ کانګ چین ته وسپاره، دغه سیمه "د یوه هېواد دوه سیستمه سیاست" له مخې اداره کېږي؛ داسې سیستم چې په مټ یې چین دا سیمه نیمه کورواکۍ سره اداره کوي.