بریتانیا د هانګ کانګ ۳ میلیونو اوسېدونکو ته د تابعیت ورکولو وړاندیز وکړ

د عکس سرچینه، Reuters
د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن اعلان کړی دی چې د هانګ کانګ شاوخوا درې میلیونه وګړو ته به دا چانس ورکول کېږي چې بریتانیا راشي، دې هېواد کې مېشت شي او بلاخره د بریتانیا تابعیت ترلاسه کړي.
بریتانیا دا پرېکړه وروسته له هغه کوي چې د هانګ کانګ چارواکو دې سیمه کې نوی امنیتي قانون پلی کړی.
دا قانون هغه اعتراض کوونکي په نښه کوي چې له څه مودې راهیسې د هانګ کانګ پر چارو د چین د کنترول پر ضد لاریونونه او احتجاجونه کوي.
ښاغلي جانسن نن چارشنبه پارلمان ته د وینا پر مهال وویل، د هانګ کانګ نوی امنیتي قانون د وګړو ازادي تر پښو لاندې کوي، او هغه کسان چې له دې قانونه اغېزمن کېږي، کولی شي چې بریتانیا کې مېشت شي.
هانګ کانګ د بریتانیا پخوانۍ مستعمره ده، چې شاوخوا درې نیم لکه اوسېدونکي یې وار د مخه د بریتانیا پاسپورټونه لري.
پر دې کسانو سربېره شاوخوا دوه اعشاریه شپږ میلیونه نور اوسېدونکي یې هم د دې اعلان له مخې بریتانیا ته د پنځو کلونو لپاره راتلی شي، له له دې مودې وروسته تابعیت ترلاسه کولی شي.
د بریتانیا د حکومت د پلان له مخې دا کسان به کولی شي چې بریتانیا کې پاتې شي، کار وکړي او زدکړې وکړي.
بریتانیا ولې دا علان کوي؟

د عکس سرچینه، AFP
هانګ کانګ کې ګڼ شمېر وګړي له ډېرې مودې راهیسې په خپلو چارو کې د چین لاسوهنې او کنترول پر ضد اعتراضونه کوي.
د سې شنبې پر ورځ د هانګ کانګ ځایي ادارې د نوي امنیتي قانون اعلان وکړ، چې له مخې یې په دې سیمه کې روان احتجاجونه ناقانونه اعلان شول.
چین په ۱۹۹۷ کال کې له بریتانیا نه د هانګ کانګ واګې ترلاسه کړې وې.
خو تر هغه وړاندې په ۱۹۸۵ کال کې د چین او بریتانیا ترمنځ په دې اړه یو تړون شوی و.
په دې تړون کې هوکړه شوې وه چې چین ته د هانګ کانګ واګو له سپارلو وروسته به هانګ کانګ تر پنځوسو کلونو پورې په ځینو چارو کې خپلواکه وي.
اوس چې د هانګ کانګ چارواکو د نوي امنیتي قانون په نامه کوم پروګرام پلی کړی، بریتانیا تور لګوي چې دا د ۱۹۸۵ کاله له تړونه ښکاره سرغړونه ده.
د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانس ویلي، چین ته یې ښکاره ویلي چې که خپلې تګلارې ته دوام ورکړي نو بریتانیا به هانګ کانګ کې هغو کسانو ته چې د بریتانیا پاسپورټونه لري، اجازه ورکړي چې د پنځو کلونو لپاره بریتانیا ته راشي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامېنېک راب ویلي، له هانګ کانګ نه بریتانیا ته د راتلونکو کسانو پر شمېر کوم محدودیت نشته، او پروسه به یې هم ډېره ساده وي.




















